سيمه ييز پوليس د سيمو د امنيت په خرابېدو کې لاس لري

25

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۰): په شمال زون کې يو شمير ادارې او د ولايتي شورا چارواکي، د امنيت په موخه رامنځته شوی د سيمه ييزو پوليسو جوړښت د نا امنۍ مسئول ګڼي او زياتوي چې بايد دولت د دغه ډول ناقانونه پوليسو د رامنځته کېدو پر ځای په افغان ځواکونو پانګونه کړې وای.

د شمال زون د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مسوول قاضي سيدمحمد سامع رسنيو ته ويلي، چې د وسله والو دغه ډول رامنځته کېدل د خلکو د ځورنې لامل دی.

نوموړی زياتوي، ښايي د لنډې مودې لپاره دغه ډول جوړښتونه اغېز ولري خو د اوږدمهال لپاره د خلکو د ځورونې لامل کېږي او په خبره يې چې بايد دولت د امنيت د خوندي توب لپاره نوي وسله وال جوړښتونه رامنځته کړي.

په عين حال کې د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد بيا وايي، چې سيمه ييز پوليس له قانون څخه خبر نه دي، نو ځکه ستونزې جوړوي او زياتوي چې (له قانون څخه د همدې بې خبرۍ له امله خلک ازاروي او داسې فکر کوي لکه د خلکو باداران چې وي.)

د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، چې سيمه ييز پوليس له خلکو په زوره باج اخلي، زوروي يې او د سيمې د امنيت په خرابېدو کې لاس لري.

د هغه په وينا، د بلخ په کومه ولسوالۍ کې چې سيمه ييز پوليس وي، د هماغې ولسوالۍ اوسېدونکي له اندېښنو سره مخ دي.

تر دې وړاندې د سيمه ييزو  پوليسو په اړه داسې راپورونه ورکول شوي، چې د هېواد په ډيری برخو کې د نشه  يي توکو په قاچاق، اداري فساد او جنسي تيريو په قضيو  کې هم ښکېل دي او د دې لامل شوي چې د دوی د ناوړه کړنو له کبله په ډيری سيمو کې خلک د پوليسو پر ځای د وسله والو طالبانو ملاتړ وکړي.

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ