کرزی: د امريکا نوې تګلاره د سولې نه، بلکې د جګړې پيغام لري

37

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۰): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي يوځل بيا په امريکا سختې نيوکې وکړې او نن يې په کابل کې يوې خبري ناستې وويل، په روانه جګړه کې چې د هر لوري له خوا څخه ملکي افغانان وژل کېږي هغه ترهګريز عمل دی.

که څه هم نوموړي د خپلې واکمنۍ پر مهال کله هم د امريکايانو بمباريو ته د (ترهګريز عمل) خطاب نه و کړی، خو په تازه څرګندونو کې يې ويلي، چې امريکايانو له خوا د عامو افغانانو بمبارول يو ترهګريز عمل دی او په اړه يې بايد غږ پورته شي.

دغه راز نوموړي وويل، چې روانه جګړه د بهرنيانو له خوا په افغانانو تپل شوې، دواړو غاړو ته افغانان مري، طالبان هم د افغانستان خلک دي او په خبره يې، چې په هېواد کې د شخړو او د جګړو د حل لپاره دې لويه جرګه راوبلل شي.

نوموړي د افغانستان او سيمې په اړه د ټرمپ نوې تګلارې ته اشاره وکړه او ويې ويل: “د امريکا نوې تګلاره د سولې پيغام نه لري، بلکې د جګړې پيغام لري”.

کرزی وايي، د افغانستان په اړه د سيمې د هېوادونو باور له منځه تللی او په وينا(مونږ نه غواړو افغانستان د لويو قدرتونو د مقابلې مرکز) وګرځي.

هغه وويل، له امريکا سره هيڅ مخالفت نه لري خو د ګډ حکومت له مشرانو يې وغوښتل، په هغه برخه کې چې د افغانستان ملي ګټو ته زيان اوړي بايد په وړاندې يې ودرېږي.

حامد کرزي د افغان حکومت او امريکايي چارواکو هغه ادعا رد کړه، چې ګنې په هېواد کې شل وسله والې ډلې فعاليت کوي.

نوموړي زياته کړه، په ۲۰۱۳ميلادي کال کې ورته امريکايي چارواکو په افغانستان کې يواځې د القاعده او طالبانو د وسله وال فعاليت خبره کړې وه، خو په وينا يې چې دوی اوس د شلو ډلو خبره کوي. کومي دي؟ دوی دې د يوڅو ډلو نومونه واخلي. د شلو وسله والو ډلو د فعالیت خبره سمه نه ده.

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ