دکتور کفایت الله وردګ
په نا څاپي ډول د کفارو په یوه کمین کې د ملګرو سره را ګیر شو او حضرت عبد الله بن حذافه السهمي رضی الله عنه یې له خپلو یوه ډله ملګرو سره ژوندی ونیولو او بندی یې کړو دا د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت دوره وه او له رومیانو سره د جنګونو وخت وو د هجرت ۱۹ کال وو ، د رومیانو بادشاه چې پدې وخت کې هرقل وو په جنګونو کې د مسلمانانو له مقاومت ، جنګ ، قربانی څخه ډېر زیات متاثر شو چې هرڅومره لوی فوج به یې ور وړاندې کړو په تعداد او اسبابو کې کمو مسلمانانو به هغه لوی فوج ته ماتې ورکړه نو یې وغوښتل چې مسلمانان په ژوندی بڼه وګوري او خپله ورسره خبرې وکوي ترڅو معلومه کړي چې دا مسلمانان څنګه خلق دی چې زمونږ فوځیانو ته داسې بې درېغه ماتې ورکوي نو یې امر وکولو چې له بندېخانې نه یو مسلمان زما مجلس ته راولی ، دده کسان چې راغلل نو څرنګه چې حضرت عبد الله بن حذافه السهمی رضی الله عنه په خپلو ملګرو باندې امیر وو نو همدا یې پداسې حالت کې د هرقل (قیصر الروم) مجلس ته حاضر کړو چې زولنې یې په لاسونو او پښو کې وې .
هرقل ورسره خبرې وکولې د هغه له پاکو ، خلاصو او قناعت ورکوونکو ځوابونو څخه هرقل سخت متاثر شو او ورته یې وویل : نصراني شه د بند نه به د خلاص کړم .
حضرت عبد الله رضی الله عنه ورته وویل : نه دا ته چې کوم شي ته ما درغواړې مرګ ماته لدې نه سل ځله ډېر خوښ دی .
بیا یې ورته وویل : نصراني شه نیمه بادشاهي به درکړم .
حضرت عبد الله رضی الله عنه ورته وویل : نه
بیا یې ورته وویل : نصرانی شه نیمه بادشاهي به درکړم او په فیصلو کې به هم نیمه برخه درکړم زما او ستا فیصله به په یو شان باندې چلیږي .
حضرت عبد الله رضی الله عنه مُسکی شو او ورته یې وویل ستا بادشاهی خو پرېږده چې ته خپله بادشاهي ، د خپلو نیکونو بادشاهي ، د عربو او عجمو ټوله بادشاهي راکړې ددې لپاره چې زه یو د سترګو رپ له خپل دین څخه و ګرځم بیا هم نه ګرځم (پداسې حالت کې ورته دا خبره کوي چې د یو جنګی قیدي په صفت په زولنو کې تړلی یې مخې ته ولاړ دی) .
هرقل ورته وویل : بیا خو د وژنم .
حضرت عبد الله رضی الله عنه ورته وویل : د اسلام په حالت کې مرګ راته د کفر د حالت د ژوند نه ډېر غوره دی .
هرقل امر وکولو په یوه لرګي پورې یې وتړلو نښه ویشتونکی خلک یې ورته را وغوښتل هغوی ته یې ویل : دی مه ولئ او شا خوا ورته ولئ .
هغوی به ګذارونه ورباندې کول او هرقل به ورته ویل چې نصراني شه چې آزاد شي .
حضرت عبد الله رضی الله عنه به ورته ویل : نه
هرقل چې دا حالت ولیدو امر یې وکولو چې بندې خانې ته یې بوزئ او خوراک او څښاک ورباندې بند کړئ .
خوراک او څښاک یې ورباندې بند کړل تردې چې داسې حالت ته ورسېدو چې نېږدې وو چې د لوږې او تندې څخه مړ شي بیا یې ورته د خنزیر غوښه او شراب ور وړاندې کړل چې دا وخوره .
کله چې حضرت عبد الله رضی الله عنه ولیدل ویې فرمایل : دا خوراک او څښاک زمونږ په دین کې ناروا دي .
هرقل بادشاه ته یې چې خپلو کسانو دا خبره وکوله هغه وویل : پاک خوراک ورکړی او ښه خوراک ورکړی ، ښه څښاک ورکړئ او موړ یې کړئ بیا یوه ښائسته جینئ ور ولئ او هغې ته ووایئ چې ځان ورته ښکاره کړي او هغه دېته و هڅوي چې دې ته رغبت وکوي .
هغه ښځه یې ور وسته چې د دوی په وړاندې تر هغې ښکلې ښځه نه وه ، هغې ځان ډېر جوړ کړو ، په ډېر کبر او فخر کې ور ننوته ډېره ورته تاو راتاو شوه ، ډېر یې ځان ور نېږد نېږدې کړو لکن حضرت عبد الله رضی الله عنه ورته هېڅ التفات ونه کولو تردې چې هغه غصه شوه او په غصه کې را ووتله خلکو ته یې وویل : تاسې زه یوه داسې انسان ته ورننه ایستم چې نه پوهېږم چې هغه انسان دی او که تېږه .
هغه ماته دومره توجه هم ونه کړه چې معلوم کړي چې زه نر یم او که ښځه .
چې لدې ټولو چلونو هرقل مایوس شو یوه لویه کټو تیل یې جوش کړل او یو بل بندی یې راوستلو حضرت عبد الله رضی الله عنه یې ورته ودرولو دده په مخ کې یې هغه بندي په جوش شویو تېلو کې ور وغورځولو حضرت عبد الله رضی الله عنه ورته کتل چې له مخې سره هغه پکې حل شو او هډوکی یې د تیلو لپاسه ګرځېدل .
هرقل ورته وویل : نصراني شه .
حضرت عبد الله رضی الله عنه وویل : نه
هرقل غصه شو امر یې وکولو دی هم پکې وغورځوئ .
کله چې د هرقل کسانو دی ونیولو ا و کش کولو یې دی مبارک رضی الله عنه په ژړا شو او له سترګو مبارکو څخه یې اوښکې راغلې .
هرقل خوشحال شو ورته یې وویل : مرسته وغواړه درسره کوم یې .
حضرت عبد الله رضی الله عنه ورته وویل : نه
هرقل ورته وویل : ولې د وژړل ؟
حضرت عبد الله رضی الله عنه ورته وویل : ژاړم په دې چې دا یو نفس لرم هغه به دا دی اوس ختم شي و الله زما خوښیږی چې لکه د سر وېښتان مې چې څومره دي دومره دمې (نفسونه) مې وای او ټولې په همدې ډول باندې د الله تعالی په لاره کې قربان شوې وای .
هرقل پوه شو چې ددې کس وژل ده ته هېڅ فایده نه کوي او نه هغه له ډاره له ایمانه تیریږي نو یې ورته وویل : ښه نو راشه زما سر ښکل کړه آزادوم دی .
حضرت عبد الله رضی الله عنه ورته وویل : سر د ښکل کوم خو د خپل ځان د نجات لپاره نه بلکه لتا سره چې زما څومره ملګري دي هغه به ټول لما سره پرېږدې.
هرقل ورته وویل : هو سمه ده .
د هرقل سر یې ښکل کړو او ټول بندیان له قید نه خلاص شول .
کله چې د حضرت عمر رضی الله عنه مجلس ته بېرته لاړ حضرت امیر المؤمنین عمر رضی الله عنه ورته وویل : الله تعالی د په تا رحم وکوي پداسې حالت کې چې ستا د ځان خطر وو نو تاته اسلام اجازه درکړې وه چې د کفر کلمه هم ووایې او کله چې ته د مرګ حد ته رسېدې نو تاته اسلام اجازه درکړې وه چې ته د خنزیر غوښه وخورې او شراب و څښې نو تا ولې نه خوړل او نه څښل .
حضرت عبد الله بن حذافة السهمي رضی الله عنه ورته وویل : ما نه غوښتل چې کافر خوشحال کړم (چې هغه به بیا خوشحال شي چې یو مسلمانو خو مو دېته مجبور کړو چې د خپل دین نه مخالف کار مو ورباندې وکړ) .
المراجع :
المحن لابی العرب التمیمی
السیر لابی اسحاق الفزاري
تاریخ دمش لابن عساکر