بلال الحبشي
دغه درې ورځي مخکي په کونړ کي امریکایانو پر یوه کور بمبار وکړی، د حکومتي چارواکو په قول په دغه حمله کي د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځویشت ملګي وګړي په شهادت ورسیدل، او کورونه یې تخریب سوه.
له دغه حملې وروسته یې په ننګرهار پر ملګي وګړو چاپه ووهل د حکومتي مسئولینو په تائید د نورو تلفاتو سره د یوې کورنۍ پنځه غړي په مظلومانه ډول په شهادت ورسول سول، په همدغه ورځ رسنیو خبر ورکړی چې د هلمند ولایت د ګرشک په ولسوالۍ کي امریکایي ډرون یو ملکي موټر په نښه کړی، ګڼ شمیر ملکي وګړی یې په شهادت ورسول.
خو کله چې رسنیو دغه خبرونه نشرول، أیا د سعودي عربستان بادشاه ښاغلی سلمان، د اسلامي ممالیکو اداره (OIC) د ملل متحد او داسي نوري ادارې او ملکونه ویده وه خوب یې کوی، نه یې څه اوریدلی او نه لیدلی دي؟ کله چې دوی له خوبه را ویښ سوه، په دفترو کي موجود سکرتران او معاونین یې په رخصتي تللي وه؟ په ټولو ادارو د یوه کس په سترګوهم په رسنیو کي دغه وحشت او ظلم نه ورغلی؟ چې د غندني لپاره یې څو کلمې نشر کړی وای؟
نااااا دا ټوله ویښ وه، ټولو دغه واقعات په رډو سترګو وکتل، د مظلومانو جنازې یې تر سترګو سوې، د دوی تخریب سوی جونګړی یې مشاهده کړې، خو دغه ظلم د ښاغلی ټرمپ په امر تر سره سوی ؤ، ټرمپ د نړۍ یو زورور شخصیت دی، قوي موټي لري، د نړۍ حاکمان مجبوره دي چې د ده تور ته سپين ووایې او سپین د چکچکو په وهلو سره په تور ورسره بدرګه کړي.
خو پرون چې طالبانو پر حکومتي ودانیو حملې وکړې، کوم چې د طالب دښمن نظام دی، دښمني یې له دنیا څخه پټه نه ده او دښمن خپل دښمن د ګولانو په ګیډۍ نه ولی، طالبانو، حکومتي چارواکو او رسنیو ټولو په یوه خوله وویل چې حمله د حکومت پر نظامې ودانیو سوی ده، متأثرین یې هم په ټوله کي نظامې چارواکي وه.
خو بیا هم د نړۍ اکثره ملګو د پورتنیو ادارو په شمول یې په غندنه کي پړپړې ولیکي، د ګردیز قمندان امنیه ( توریالی ابدیانی ) یې سره له خپلو نظامي قومندانانو د ملکي وګړو په نامه یاد کړی، د پولیسو په ادارو کي یې ښځینه کار کونکي د پوهنتون ښځینه زده کونکو په نامه یادې کړل، دغه کړنه یې د ظلم او وحشت په نامه سره یاده کړه، او په سختو ټکو یې وغندل.
دا ولی؟ ځکه چې طالب کمزوری دی، په دغه بي انصافه نړۍ کي اوس دا قانون جوړ سوی چې د کمزوري شخص سپیني کړني په تورو یادیږي.
کمزورۍ رب جل جلاله دي نور زموږ له سره ورکه کړه چې اقلا زموږ سپینو کارو ته خو خلګ د سپینو کړنو په نظر وګوري