الهام خراساني
قاضي عبدالرحمن که څه هم د روستۍ زمانې سړی وو .
خو ژوند ته په کتو سره يې دسړی په زهن کې د خير القرون قاضيان راڅرخې.
نوموړي د غازي امان الله خان دواکمنۍ پر مهال، اووه کاله دافغانستان قاضي القضات او د تميز رئيس په توګه دنده تر سره کړې وه،
قاضي عبد الرحمن په ريښتيا دقضا هغه حق ور ادا کړ کوم چې ددغه، منصب تقاضا. او غوښتنه ده .
دنوموړي د رحم، عدل، تقوا او همدردۍ ډيرو خاطرو دخلکو په زړونوکې ځای نيولی، او تر اوسه يې دحجرو اومحافلو دمجلس دښکلا په خاطر يې، له يو بل سره شريکوي.
چې يوه له دغو خاطرو څخه هغه خاطره وه کومې چې د استاد خليلي چې دافغانستان نوميالی او مشهور شاعر دی او دملک الشعرا له لقب څخه برخمن دی، پر زړه کې داسې ځای نيولی و،چې دژوند ترپايه به يې په هر مجلس کې دافتخار او تعجب په بڼه بيانوله.
استاد خليلي وايې چې زه لا کوچنی وم چې پلار مې وفات شوی وه له څپلو کوچنيو ورنو خويدو سره مې په خپل باغ کې لوبې کولې،
چې ګورم يو ستړی ستومانه سپين ږيری پر باغ را ننوت ساه يې هم بنده بنده کيده،
ماته يې پر ګوته اشاره وکړه چې دلته راشه زه په منډه ورغلم راته،يې وويل چې لږ يخې اوبه راوړه.
لاړم له کوره مې ورته اوبه راوزغلولې ،په دمه دمه يې اوبه وڅښلې بيا يې راته وويل بچيه پلار دې چيرته ده،
وای ماورته وويل چې بابا پلار خومې وفات شوی دی، ددې خبرې اوريدو سره بې له زنډه ودريد ،
راته يې وويل که مخکې خبر وای ستا په جام کې به مې اوبه هم نه وې څښلې اونه به دباغ سيوري ته ناست وای ځکه ﷲﷻ ديتيم دمال نه دځان ساتلو په اړه ډېر ټيګار کړی .
استاد خليلي وايې چې د سپين ږيری له باغه په وتلو سره زه هم ور ووتم تر څو معلومه کړم چې داڅوک دی، نو دده په اړه مې له چا وپوښتل، راته يې وويل چې داخو قاضې عبد الرحمن دی