(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۹): وسله والو طالبانو تېره شپه د بادغيس ولايت په مقر ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې دوه پوستې د طالبانو لاسته لوېدلي دي.
د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه يې د يادې ولسوالۍ مربوط د ترکو په سيمه کې د دولتي ځواکونو په پوستو بريدونه وکړل او دوه پوستې يې ونيولې.
طالبان وايي، په دغه برید کې يو عسکر وژل شوی او د قومندان نورالله په ګډون درې تنه نور عکسر ټپيان دي.
ويل کېږي، سيمې ته د ولسوالۍ څخه په ورغليو کومکي عسکرو هم بريدونه شوی او بېرته په شاه شوي دي.
طالبانو ويلي، چې په دغه چګړه کې يې له دولتي ځواکونو يوه پيکا، يو کلاشنکوف، يوه توفنګچه، يو مسلسل، څلور موټرسيکلونه او په زياته اندازه مرمۍ او نور پوځي توکي هم نيولي دي.
يوې سيمه ييزې امنيتي سرچینې د طالبانو بريدونه تائيد کړي او رسنيو ته يې ويلي، چې په پوسته کې ځينې پوليس ټپيان شوي خو د وژل شويو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
تر اوسه د بادغيس ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.