طهارت او لمونځ
که څوک په لمانځه کې سورتونه بې ترتیبه ولولي ؟
د فتوې شمېره (۲۲۳)
پوښتنه :
که څوک په لمانځه کې سورتونه بې ترتیبه ولولي یعنې په لومړي رکعت کې قل اعوذ برب الناس ووایي بیا قل اعوذ برب الفلق یا بل سورت ووايي لمونځ یې سهي کیږي او که نه ؟ بینوا توجروا
پوښتونکی : نعمت الله ننګرهار
الجواب وبالله التوفیق :
په فرض او واجب لمونځونو کې قصدا سورتونه مخکې وروسته کول مکروه دي ، البته لمونځ ورسره سهي کیږي . په سنتو او نوافلو کې څه باک نه لري .
الدلیل علی ذلک :
وإذا قرأ في ركعة سورة وفي الركعة الأخرى أو في تلك الركعة سورة فوق تلك السورة يكره … وهذا کله في الفرائض واما فی السنن فلا یکره هکذا فی المحیط .
الفتاوی العالمګیریة ، ټوک : ۱، مخ ۷۸ (الباب الرابع في صفۃ الصلاۃ، الفصل الرابع في القراءة
فقط والله تعالی اعلم بالصواب