طهارت او لمونځ

د تشریق تکبیراتو په اړه لس (۱۰) ضروري مسائل

د فتوې شمېره ( ۲۵۲)

پوښتنه :

د تشریق په اړه که لږ معلومات راکړئ چې کله شروع کیږي ؟ او څو ، څو ځله لوستلی کیږي ؟ څوک ، څوک یې لوستلی شي ؟ قضایي یې شته او کنه ؟ مننه


الجواب وبالله التوفیق :

د تشریق په تکبیراتو کې لاندې لس مسائل یادول ضروري دي :

۱ : تکبیرات تشریق : ( الله اکبر الله اکبر لا اله الا الله والله اکبر الله اکبر ولله الحمد )

۲ : د نهم ذو الحجې د سهار لمانځه نه نېولې تر دیارلسم ذو الحجې د مازدیګر لمانځه پورې د هر فرض لمانځه نه وروسته پورتني کلمات ویل واجب دي .

۳ : یو ځل تکبیرات ویل واجب دي ، اوله یوه ځلې نه زیات لوستلو ته ځینې علماء د سنت خلاف عمل وایي او ځینې ورته جایز وایي نو د اختلاف نه د ځان ساتلو په خاطر باید یو ځلې ولوستلی شي .

 

۴ : په نر او مېرمن دواړو باندې واجب دي ، البته سړی به یې جهرا ( په لوړ غږ سره ) وایي او مېرمن به یې سرا ( په ټیټ غږ سره ) وایي .

۵ : تکبیرات په هر مقیم باندې لازم دي ، البته که مسافر په مقیم پسې اقتدا وکړي نو مسافر باندې هم د اقتدا له امله لازمیږي .

۶ : فرض لمونځ پسې متصل لوستل یې ضروري دي . که چا ترې مخکې خبرې وکړي یا یې اودس مات کړ ، تکبیرات ترې ساقطیږي .

۷ : تکبیرات به نه په ډېر لوړ غږ سره وایې او نه په ډېر ټیټ غږ سره ، بلکې په درمیانه غږ سره لوستل په کار دي.

۸ : که له چا څخه د تشریق د ورځو کوم لمونځ قضا شي او په همدې کال د تشریق په ورځو کې یې راګرځوي نو تکبیرات به هم وایي .

او که وروسته یې راګرځوي یا د تېر کال د تشریق د ورځې لمونځ یا د بلې ورځ لمونځ بل کال ته د تشریق په ورځو کې راګرځوي تکبیرات به نه وایي .

۹ : که څوک په جَمعې سره لمونځ ادا کوي یا یې ځانته ادا کوي په دواړو صورتو کې به تکبیرات وایي .

۱۰ : که له چا څخه د فرض لمونځ نه وروسته تکبیرات پاتې شي بیا پرې قضا نشته ، البته له الله جل جلاله څخه به معافي غواړي ترڅو ورته ګناه معاف شي .


الدلیل علی ذلک :

روي الله أكبر الله أكبر لا إله إلا الله، والله أكبر الله أكبر ولله الحمد وهو قول علي وابن مسعود – رضي الله عنهما -،

(وأما) بيان وجوبه فالصحيح أنه واجب،

اتفق شيوخ الصحابة نحو عمر وعلي وعبد الله بن مسعود وعائشة – رضي الله عنهم – على البداية بصلاة الفجر من يوم عرفة وبه أخذ علماؤنا في ظاهر الرواية،

وقال علي يختم عند العصر من آخر أيام التشريق فيكبر لثلاث وعشرين صلاة، وهو إحدى الروايتين عن عمر – رضي الله عنه – وبه أخذ أبو يوسف ومحمد،

وأما محل أدائه، فدبر الصلاة، وإثرها، وفورها من غير أن يتخلل ما يقطع حرمة الصلاة حتى لو قهقه أو أحدث متعمدا أو تكلم عامدا أو ساهيا أو خرج من المسجد أو جاوز الصفوف في الصحراء لا يكبر؛

ولو اقتدى المسافر بالمقيم وجب عليه التكبير؛ لأنه صار تابعا لإمامه

 

وأما بيان حكم التكبير فيما دخل من الصلوات في حد القضاء فنقول: لا يخلو إما إن فاتته الصلاة في غير أيام التشريق فقضاها في أيام التشريق، أو فاتته في هذه الأيام فقضاها في غير هذه الأيام، أو فاتته في هذه الأيام فقضاها في هذه الأيام من هذه السنة فإن فاتته في غير أيام التشريق فقضاها في أيام التشريق لا يكبر عقيبها؛ لأن القضاء على حسب الأداء وقد فاتته بلا تكبير فيقضيها كذلك، وإن فاتته في هذه الأيام فقضاها في غير هذه الأيام لا يكبر عقيبها أيضا وإن كان القضاء على حسب الأداء وقد فاتته مع التكبير؛ لأن رفع الصوت بالتكبير بدعة في الأصل إلا حيث ورد الشرع والشرع ما ورد به في وقت القضاء فبقي بدعة.

بدائع الصنائع ، ټوک : ۱ ، مخ :  ۱۹۵-۱۹۸، فصل فی وقت تکبیر التشریق

أوله (من فجر عرفة) وآخره (إلى عصر العيد) بإدخال الغاية فهي ثمان صلوات ووجوبه (على إمام مقيم) بمصر (و) على مقتد (مسافر أو قروي أو امرأة) بالتبعية لكن المرأة تخافت …..

الدرالمختار مع ردالمحتار ټوک : ۲ ، مخ : ۱۷۹ ، باب العیدین

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close