زکات،سرسايه اوعشر

زکات د قبض کولو نه وروسته بېرته نشي غوښتلی !

د فتوې شمېره (۲۷۹)

پوښتنه :

بسم الله الرحمن الرحیم

دارالافتاء محترم مفتي صاحب ، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته  ،

وبعد ! الله ج مو په شرعي مقاصدو کې کې کامیاب او موفق لره .

المستفتي : عبدالبصیر

محترمه ! صدیق او صابر جان د تجارت لین دین شروع کړی ؤ څه وخت داسې راغی چې د دوی، کاروبار د یو څه مشکلاتو له وجې توقف شو ،د حاجي صدیق په صابرجان ( 1200000 ) دولس لاکه روپۍ قرضه شوه ، خو د صابر جان سره دومره روپۍ نه وې چې خپل قرض پرې خلاص کړي ، هماغه ؤ چې صابرجان حاجي صدیق ته (200000) دوه لاکه روپۍ نقدې باقي ( 100000) لس لاکه روپۍ یې په زکوة کې په داسې طریقه ورکړې چې صابرجان د یو چا نه امانةً روپۍ راوړې حاجي صدیق به قبض کولې ، هغه به بیا ورکړې تر څو ټولې روپۍ قبض شوې او قرض پرې خلاص شو یعنې حاجي صدیق ته ( 1200000) دولس لاکه روپۍ په

دغه طریقه ورسیدې اوس څلور کاله وروسته حاجي صدیق دعوه وکړه ، چې هغه لس لاکه روپۍ چې ما صابرجان ته په زکوة کې

هغه لس لاکه روپۍ کې ورکړي وې واپس غواړم ځکه چې ما د یو مفتي صاحب نه پوښتنه وکړه هغه راته وویل چې دا زکوة په صابرجان نه دی شوی ، نو ځکه يې زه اوس بېرته غواړم محترم مفتي صاحب ! آیا حاجي صدیق دغه ورکړې روپۍ په زکوة کې د صابرجان نه غوښتلی شي کنه ؟ وفقکم الله تعالی

صابرجان نه غوښتلی شي کنه ؟ وفقکم الله تعالی


الجواب وبالله التوفیق :

زکات په قبض کولو سره ادا کیږي ، لهذا په ذکر شوي صورت کې چې صابر جان کومې روپۍ حاجي صدیق ته ورکړې او حاجې صدیق په قرض کې قبض کړې ، نو د صابر جان قرض ادا شو ، او حاجي صدیق چې بېرته همدغه روپۍ صابر جان ته په زکات کې ورکړې نو د حاجي صدیق زکات هم ادا شو . اوس بیا دی له  صابر جان څخه د بېرته غوښتلو حق نه لري .


الدلیل علی ذلک :

الزَّكَاةُ (هِيَ تَمْلِيكُ الْمَالِ مِنْ فَقِيرٍ مُسْلِمٍ غَيْرِ هَاشِمِيٍّ وَلَا مَوْلَاهُ بِشَرْطِ قَطْعِ الْمَنْفَعَةِ عَنْ الْمُمَلِّكِ مِنْ كُلِّ وَجْهٍ لِلَّهِ تَعَالَى)

كتاب الزکاة ، ټوک : ‍۱ ، مخ : ۲۵۱ ،

 

.



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close