
طهارت او لمونځ
د لیوني د جنازې لمونځ څنګه کیږي ؟
د فتوې شمېره (۳۰۱)
پوښتنه :
د لیوني جنازه د سړیو په څېر کیږي او که د ماشومانو په څېر ؟
الجواب وبالله التوفیق :
هغه څوک چې پیدایشي یا د بلوغ نه مخکې لیونی شوي وي جنازه به یې د ماشومانو د جنازې په څېر کیږي ، او هغه څوک چې د بالغ کېدو نه وروسته لیونی شوی وي ، جنازه به یې د بالغانو د جنازې په څېر کیږي .
الدلیل علی ذلک :
(ولا يستغفر فيها لصبي ومجنون) ومعتوه لعدم تكليفهم (بل يقول بعد دعاء البالغين: اللهم اجعله لنا فرطا)….
(قوله: ولا يستغفر فيها لصبي) أي في صلاة الجنازة (قوله: ومجنون ومعتوه) هذا في الأصلي فإن الجنون والعته الطارئين بعد البلوغ لا يسقطان الذنوب السالفة كما في شرح المنية
الدرالمختار مع ردالمحتار ، ټوک : ۲ ، مخ : ۲۱۵ ، باب صلاة الجنازة
