غير مصنف
د اختر په ورځ ۱۳ سنت عملونه !
د فتوې شمېره (۳۳۳)
پوښتنه :
د اختر په ورځ کوم شیونه سنت دي ؟ که په اړه یې معلومات راکړئ . مننه
الجواب وبالله التوفیق :
د اختر په ورځ لاندې ذکر شوي دیارلس (۱۳) عملونه سنت دي :
۱ : د شریعت موافق د خپل ځان زینت (ښایسته) کول .
۲ : غسل کول .
۳ : مسواک کول .
۴ : نوې قیمتي یا مېنځل شوې جامې اغوستل .
۵ : عطر لګول .
۶ : سهار وختي له خوبه پاسېدل .
۷ : عیدګاه ته وختي تلل .
۸ : په کمکي اختر (عیدالفطر) کې د عیدګاه تللو څخه مخکې طاق (یو یا درې یا پنځه … ) خرما یا بل خوږ شی خوړل خو په لوی اختر کې له لمانځه مخکې خوراک نه کول مستحب دي .
۹ : د کمکي اختر په ورځ د عیدګاه له تګ نه مخکې سرسایه (صدقة الفطر) ورکول .
۱۰ : د اختر لمونځ په عیدګاه کې کول .
۱۱ : لاره بدلول یعنې په کومه لاره چې عیدګاه ته تلل وې ، له هغې خوا په بله لاره راتلل .
۱۲ : عیدګاه ته پیاده تلل .
۱۳ : عیدګاه ته په لاره کې (الله اکبر الله اکبر ، لااله الا الله والله اکبر الله اکبر ولله الحمد ) په کمکې اختر کې په ټیټ غږ او په لوی اختر کې په لوړ غږ سره لوستل .
الدلیل علی ذلک :
ويستحب يوم الفطر للرجل الاغتسال والسواک ولبس احسن ثیابه جدیدا کان او غسیلا … ویستحب التختم والتطیب والتکبیر هو سرعة الانتباه والابتکار وهو المسارعة الی المصلی واداء صدقة الفطر قبل الصلاة و صلاة الغداة فی مسجد حیه والخروج الی المصلی ماشیا والرجوع فی طریق اخر … واستحب فی عید الفطر ان یاکل قبل الخروج الی المصلی تمیرات ثلاثا او خمسا او سبعا او اقل او اکثر بعد ان یکون وترا والا ماشاء من ای حلو کان … لکن یستحب له ان لا یفعل ویستحب ان یکونه اول تناولهم من لحوم الاضاحی التی هی ضیافة الله … ویکبر فی الطریق فی الاضاحی جهرا و یقطعه اذا انتهی الی المصلی وهو الماخوذ به وفی الفطر المختار من مذهبه انه لا یجهر وهو الماخوذ به اما سرا فمستحب .
الفتاوی الهندیة ، ټوک : ۱ ، مخ : ۱۴۹-۱۵۰ ، کتاب الصلاة ، الباب السابع عشر