طهارت او لمونځ

په وړوکي مسجد کې د امام سره یو برابر ودرېدل څه حکم لري ؟

د فتوې شمېره (۳۸۱)

پوښتنه :

یو وړوکی مسجد دی ، په دې کې چې کله رش زیات شي نو لومړی صف د امام سره یوبرابر ودریږي ، ایا د دې صف لمونځ سهي کیږي ؟

الجواب وبالله التوفیق :

مقتدیانو ته په کار ده چې له خپل امام څخه وروسته ودریږي ، که څوک ترې مخکې ودریږي لمونځ یې نه سهي کیږي .

او که د ضرورت په وخت کې مقتدیان د امام سره یو برابر ودریږي ، هم یې لمونځ سهي کیږي ، خو پوندې به له امام څخه نه مخکې کوي  .


الدلیل علی ذلک :

وَلَوْ لَمْ يَتَقَدَّمْ إلَّا أَنَّهُ أَقَامَ عَلَى مَيْمَنَةِ الصَّفِّ أَوْ عَلَى مَيْسَرَتِهِ أَوْ قَامَ فِي وَسَطِ الصَّفِّ فَإِنَّهُ يَجُوزُ وَيُكْرَهُ

البحر الرايق , ټوک : ۱ ،مخ : ۳۷۴ ، وقوف المامومین في الصلاة خلف الامام

(قوله بل بالقدم) فلو حاذاه بالقدم ووقع سجوده مقدما عليه لكون المقتدي أطول من إمامه لا يضر؛ ومعنى المحاذاة بالقدم المحاذاة بعقبه، فلا يضر تقدم أصابع المقتدي على الإمام حيث حاذاه بالعقب ما لم يفحش التفاوت بين القدمين،

ردالمختار , ټوک : ۱ ، مخ : ۵۶۷ ، باب الامامة



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close