متفرق مسا‌‌ئل

ږيره پرېښودل څه حکم لري او اندازه يې څومره ده؟

د فتوې شمېره(۳۹۹)
پوښتنه:
السلام عليکم ورحمة الله!
د ږيرې پرېښودل او څونه اندازه پرېښودل که د قرآن الکريم او نبوي احاديثو په رڼا کې راته واضحه شي.
پوښتونکی: سعدي اغا.
الجواب حامدا ومصليا
ږيره د ټولو انبياء کرامو سنت ده. د جمهور امت په اند د يوه موټي په اندازه ږيره پرېښودل واجب دي او د يو موټي څخه ږيره کمول حرام او کبيره ګناه ده.
الدليل علی ذلک:
عن أبي هریرة رضي اللّٰه عنه قال: قال رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم: جُزُّوا الشوارب، وأرخوا اللحی، خالِفوا المجوس. (صحیح مسلم(۱/۱۲۹) رقم الحديث: ۲۶۰، کتاب الطهارة / باب خصال الفطرة)
قال العلائي في کتاب الصوم قبیل فصل العوارض: ”إن الأخذ من اللحیة، وهي دون القبضة، کما یفعله بعضُ المغارِبة ومُخَنَّثة الرجالِ، لَم یُبِحْه أحدٌ، وأَخْذُ کلِّها فعلُ الیهود والهنودِ ومَجوس الأعاجِم․ اهـ“ فحیثُ أَدْمَن علی فعلِ هذا المحرَّمِ یفسُقُ، وإن لم یکن ممن یستخفونه ولا یعُدُّونَه قادحاً للعدالة والمروة، إلخ“․ (تنقیح الفتاویٰ الحامدیۃ(۴/۲۳۸) کتاب الشھادۃ، مکتبۃ رشیدیۃ، کوئٹۃ)
“وأما الأخذ منها وهي دون ذلك كما يفعله بعض المغاربة، ومخنثة الرجال فلم يبحه أحد، وأخذ كلها فعل يهود الهند ومجوس الأعاجم.”
(( رد الحتار(۲/۴۱۸)کتاب الصوم، باب ما يفسد الصوم وما لايفسد، ط: سعید)



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close