طهارت او لمونځ

په ګیره خرییونکي امام پسې لمونځ کول

سوال

محترم مفتي صاحب زماپوښتنه داده چې دلته امامان ټول ګيره خريي دهميشه لپاره نوزمونږ مونځ ورپسې جائزده اوكنه. (وحید الله له عمان څخه).

الجواب وبالله التوفیق

څوک چې ګیره خریي او یایې هم د قبضې (دیوموټي) نه کموي د داسې کس مستقل امامت مکروه تحریمي دی ، البته که داسې ځای وي چې بل امام نه وي نو بیا دځانته مونځ کولو نه په داسې امام پسې مونځ کول بهتر دي .

علامه شامي رحمه الله لیکي:

(فان امکن الصلاة خلف غیرهم فهوافضل والا فالاقتداء اولی من الانفراد ) شامي ټوک ۱ مخ ۵۵۹ باب الامامة.

اوپه قاضی خان کې دي:

(واذا صلی الرجل خلف فاسق او مبتدع یکون محرزا ثواب الجماعة لماروینا من الحدیث صلوا خلف کل برفاجر لکن لاینال ثواب خلف عالم تقي ، قال علیه السلام من صلی خلف عالم تقي فکأنما صلی خلف نبي من الانبیاء)قاضی خان ټوک ۱ مخ ۱۱۳.



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close