
روژه او اعتکاف
که له بنديخانې څخه ازاد شم دوه میاشتې روژې به نیسم نو ایا اوس به پرلپسې دوه میاشتې روژې نیسم؟
د فتوې شمېره(۴۱۳)
پوښتنه:
زه په بندیخانه کې وم، له ځان سره مې وویل: که له بندیخانې ازاد شم، دوه میاشتې روژې به نیسم؛ نو اوس به پرلپسې دوه میاشتې روژې نیسم او که په منځ کې یې وقفه کولی شم او ما هغه مهال د پرلپسې والي نیت نه و کړی، بلکې مطلق نیت مې کړی و، چې دوه میاشتې روژې به نیسم.
پوښتونکی: هجرت الله
الجواب حامدا ومصلیا
دا چې په پوښتل شوي صورت کې پوښتونکي د دوو میاشتو روژو نېولو نذر منلی دی؛ د مطلق روژو نیت یې کړی دی؛ هغه مهال یې پرلپسې والی په نیت کې نه و؛ نو په نوموړي باندې دوه میاشتې روژې نېول لازم دي؛ خو دا ضرور نه ده چې پرلپسې به یې نیسي؛ بلکې په منځ کې یې وقفې هم کولی شي.
کما في بدائع الصنائع (5/ 94) فصل في حكم النذرك
(وَأَمَّا) كَيْفِيَّةُ ثُبُوتِهِ فَالنَّذْرُ لَا يَخْلُو إمَّا إنْ أُضِيفُ إلَى وَقْتٍ مُبْهَمٍ، وَإِمَّا إنْ أُضِيفَ إلَى وَقْتٍ مُعَيَّنٍ، فَإِنْ أُضِيفَ إلَى وَقْتٍ مُبْهَمٍ بِأَنْ قَالَ: لِلَّهِ عَلَيَّ أَنْ أَصُومَ شَهْرًا وَلَا نِيَّةَ لَهُ، فَحُكْمُهُ هُوَ حُكْمُ الْأَمْرِ الْمُطْلَقِ عَنْ الْوَقْتِ… ثُمَّ فِي النَّذْرِ الْمُضَافِ إلَى وَقْتٍ مُبْهَمٍ إذَا عَيَّنَ شَهْرًا لِلصَّوْمِ فَهُوَ بِالْخِيَارِ: إنْ شَاءَ تَابَعَ، وَإِنْ شَاءَ فَرَّقَ، بِخِلَافِ
کابل ټکی کام دارالافتاء
۱۹ربیع الثانی ۱۴۴۷ هـ ق
