روژه او اعتکاف

دشوال میاشتې روژو وخت او فضیلت!

دفتوې شمېره(۴۴۸)

پوښتنه:

محترم مفتي صیب دشوال روژو په اړه که معلومات راکړئ! چې څو ورځې دي؟ کله نېولی کیږي؟ پرلپسې نېولی کیږي او که مېنځ کې یې وقفه کولی شې؟


الجواب وبالله التوفیق:

دکوچني اختر نه وروسته دمیاشتې ترختمیدو پورې شپږ ورځې روژې نېول دپوره کال او په یوه حدیث کې دټول عمر روژو نېولو فضیلت ثابت دی.

دغه شپږ روژې دشوال په میاشت کې پرلپسې نېول هم سهي دي او په مېنځ کې یې وقفه هم سهي ده؛ خوشرط دادی چې دشوال په میاشت کې ونېول شي.


الدلیل علی ذلک:

عن ابي ایوب رضی الله تعالی عنه ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: من صام رمضان، ثم اتبعه ستا من شوال کان کصیام الدهر. رواه مسلم

عن ثوبان رضي الله عنه عن رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: جعل الله الحسنة بعشرامثالها، فشهر بعشرة اشهر، وستة ایام بعد الفطر تمام السنة.

رواه ابن ماجة

قال صاحب الهدایة فی کتابه التجنیس: ان صوم الستة بعد الفطر متتابعة منهم من کرهه والمختار انه لابأس به ان الکراهة انما کانت لانه لایومن من ان یعد ذلک من رمضان فیکون تشبها بالنصاری والآن زال ذلک المعنی…

ردالمختار: ټک:۲، مخ:۴۳۵، کتاب الصوم

کابل ټکی کام دارالافتاء



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close