
روژه او اعتکاف
درمضان میاشتې نه مخکې میاشت شعبان کې روژه نیول
(فتواشمیره: 76)
پوښتنه:
مفتي صاحب درمضان نه مخکې نفلي روژه نیول څه حکم لري؟
(پوښتنه کونکی:سلام ګل افغانستان)
الجواب وبالله التوفیق
درمضان نه مخکې دشعبان په میاشت کې روژې نیول جائز دي ، او دنبي کریم صلی الله علیه وسلم نه ثابتې دي ، البته ددې وجې چې سړی د رمضان روژو ته کمزوری نشي نو نبې کریم صلی الله علیه د شفقت دوجې امت منعه کړی چې درمضان نه مخکې روژې مه نیسئ ، البته که یوکس داسې وي چې د رمضان نه مخکې دروژو نیولو دوجې د کمزوري کیدلو څه اندیښنه نه وي نو بیا جواز لري ، خو بیا هم د 15 دشعبان نه وروسته نفلي روژې نه نیول افضل او بهتر دي ،
او بعضې خلک دشک په ورځ روژه نیسي ، یعنې درمضان فیصله نه وي شوې او شک وي چې سبا درمضان روژه ده او کنه ، نو بیا بعضې خلک روژه ونیسي او وایي که سبا رمضان وي نوفرضي روژه به شي او که نه وي نو نفلي به شي ، نو دار روژه نیول مکروه دي او ددې نه منعه شوې ده.
علامه ابن نجیم رحمه الله بحرالرائق کې لیکي:
ومن المكروه صوم يوم الشك على ما سنذكره إن شاء الله تعالى (بحرالرائق ټوک 2 مخ 278کتاب الصوم)
ترمذي شریف کې حدیث دی:
عن أم سلمة : قالت ما رأيت النبي صلى الله عليه و سلم يصوم شهرين متتابعين إلا شعبان ورمضان (سنن ترمذي باب ما جاء في وصال شعبان برمضان)
او ابوداود شریف کې دي:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ( إِذَا انْتَصَفَ شَعْبَانُ فَلا تَصُومُوا) ابوداود باب کراهیة ذالک ای وصل شعبان برمضان.
