غير مصنف

دپلار وصیت کول خپل اولاد ته

(فتواشمیره: 89)

پوښتنه :

بسم الله الرحمن الرحیم

تر هرڅه دمخه السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته: محترمه زه ستا دمعلوماتو لپاره موضوع لږ په تفصل لیکم پاک خدای (ج) دې وکړي چې دلوستلو حوصله یې ولرئ او ماته داسلام او شریعت په رڼا کې لارښودنه وکړئ .

زموږمحترم پلار په خپل ژوند کې مونږ ته وصیت وکړ چې تر څو چې زموږ دکشر ورور واده دجایدادڅخه نه وي شوی تر هغې به جایداد نه تقسیمو ی پنځه کاله مخکې زموږ پلار وفات شو . دهغه دوفات نه ورسته دڅلور وړونو ودونه پاتې و زه یې چې مشر زوی یم ما یو خط جوړ کړی چې په دغه خط کې مو دپلار وصیت سره سم مونږ (٧)وړونه پینځه خوندې او یوه مور دغه ټولو ګوتې ولګولې او دټولو څخه مې اقرار واخست چه تر څو د ټولو وړونو ودونه نه وي شوي مونږ به ځمکه او جایداد نه تقسیموو. د دغه پینځه کاله په جریان کې مې درې وړونو ته ودونه وروکړه چې ددغه ودونو او ولورونو دحسابه څخه اتلس لکه کلداری قرض پاتې دی (۱۸۰۰۰۰۰)او یو کشر ورور مې پاتې دی چې تر اوسه مې کوزده نه ده ورته کړې او زمونږ پلار په ژوند کې خپل داکا دزوی ځمکه رانیولې چې دهغې ځمکې لس لکه(۱۰۰۰۰۰۰) کلدارې پاتې دي چې جمله اتویشت لکه (۲۸۰۰۰۰۰) کلداری قرض کیږي . اوس می ددغه (۷) وړونو څخه یو وروروایي چه ماته خپل حق را جلاکړئ داقرضونه تاسې ورکړئ حال داچې زما دغه ورور زما پلار په خپل ژوند کې دحق څخه ایستلی دی او شاهدان هم موجود دي خو مونږ ټول وړونه او خویندې او یوه مور ورته وایو چه ستا حق مونږ در کو و دخط او وصیت سره سم. لومړی باید دغه قرضونه او دکشر ورور واده دځمکې اوجایداد څخه ورکړو خو زموږ دغه ورور په خپل سر نیمه ځمکه دخپل ځان دپاره وکرله او غنم یې پرې واخیستل په پسرلي کې مې ورته وویل چه دغه غنم چې دې واخیستل نور په دغه ځمکه ته کار مه لره مګر دی بیا په هغه ځمکې یې جوار کرلي دي داچې زه دپلار مشر زوی یم اوس مې مور خویندې او وړونه ټول ماته وایي چه مونږ دغه ورور باید دغه مځکه ونه کری زه ددغه ورور سره کښیناستم او ورته ومې ویل چه اول راشه ټول مصرف چه تا په دغه ځمکه دکرولو دحسابه کړی دی هغه زه درکوم نور ته په ځمکه کار مه لره او یا راشه دغه ځمکه په اجاره واخله خودی وایی دازما حق دی نو اوس که زه دغه ورور پریږدم دا نور ورونه هم داسې راسره کوي او داتویشت (۲۸۰۰۰۰۰)لکه کلدارې او دیوه ورور واده او ولور ټول باید زما په غاړه وي نو محترمینو داسلام او شرعت په رڼا کې فیصله راکړئ چې ایا  دغه ورورته بې له دغه قرضو ده ته دځمکې او جایداد حق ورکړم؟ حال داچې ماچې قرضونه کول او دامصاریف مې کول دوړونو ولورونه مې ورکول دوی ټولو ماته اقرار خط راکړی دی چه ودونه او ولور ونه به دجایداد څخه مجرا کیږي حال داچی ما خپله یوه دانه غنم او یا دباغ کومه میوه پخپل اولاد نه ده خوړلې . زه په ښار کی اوسیږم دباغونو اجاره دځمکو روزنه مې هم دوی ته ور پریښې ده او تر نن ورځې مې ددوی په کار کوم کار نه دی لرلی نن ورځ ماته دغه ورور وایي چې که دې دوړونو دولورونو، ودونواوځمکې دپاره پیسې قرض کړي دي هغه په تا اړه لري. ستاسو دلارښودنی په هیله.

هیله ده چه جواب یی راته ژر راکړی ځکه چه اوس می دوړونو تر مینځ یوه لویه بد بختي ده خدای ناکرده مشکل راته غټ نه شي.

(پوښتنه کونکی : اخترمحمد  – افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي (لاوصیة لوارث) یعنې وارث ته وصیت نه صحیح کیږي . نو په یادشوي صورت کې چې پلار کوم وصیت کړی دی داوارثانو ته وصیت دی نو پوره کول یې لازم نه دي ، البته چې کله ټولو وارثانو عهد وکړ او خط یې ولیکلو چې ودونه به ددغه مشترکې ځمکې نه کوو او بیا ودونه هم وشول نو شرعا به داقرار مطابق د مشترکې ځمکې نه دا مصارف اخستل کیږي .

چونکه دغه تعهد کول دایو قسم د تبرع او احسان په طور  وه نو چې اوس یو ورور پاتې دی او یو بل ورور وایي چې زه ددغه ورور مصارف دخپلې حصې نه نه ورکوم نو دی انکار کولی شي او ددغه یو ورور دواده مصارف په هغه انکار کونکي باندې نشته .

کومې 1000000لس لکه روپۍ چې په پلار قرض و نو دتقسیم نه مخکې هغه د ځمکې نه پوره کول ضروري دي.

دتقسیم نه مخکې یو ورور ته داحق نشته چې دنورو داجازت نه بغیر ځمکه کې دکرلو تصرف وکړي. البته که دتقسیم مطالبه کوي نو مطالبه یې صحیح ده نو دقرض او ودونو دمصارفو دادا کولو نه وروسته که ځمکه پاتې شوه نو تقسیم دې شي.

(ولا لوارثه وقاتله مباشرة ) لا تسبيبا كما مر ( إلا بإجازة ورثته ) لقوله عليه الصلاة والسلام لا وصية لوارث إلا أن يجيزها الورثة يعني عند وجود وارث آخر كما يفيده آخر الحديث (شامي ټوک6 مخ556)

يبدأ من تركة الميّت بتجهيزه ثمّ ديونه ثمّ وصيّته ثمّ تقسم بين ورثته

(کنزالدقائق ټوک 1 مخ 696)

قال رحمه الله ( وقسم القاضي بطلب أحدهم لو انتفع كل بنصيبه ) لأن فيه تكميل المنفعة إذا كان كل واحد منهم ينتفع بنصيبه بعد القسمة وكانت القسمة حقا لهم فوجب على القاضي إجابتهم(بحرالرائق ټوک 8 مخ 174)

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close