غير مصنفمتفرق مسا‌‌ئل

د نجلۍ لپاره په تلویزیون کې کار کول

(فتوا شمیره:113)

پوښتنه:

د یوې جنۍ لپاره په تلویزیون کې کار کول څنګه دي؟

(پوښتنه کونکی: مهربان – افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

د ښځې خوراک او نفقه د میړه په غاړه دي ، البته که یوه ښځه غریبه وي او د خوراک،نفقې یې څوک نه وي نو ښځې ته دکار کسب اجازت شته خو شرط دادی چې دشریعت خلاف کار نه وي ، د پردې پابندي پکې وي ، اود پردیو سړیو سره اختلاط نه وي.

او ښکاره خبره ده چې د تلویزیون په وظیفه کې ددغه شرائطو خیال نه ساتل کیږي .

ددې نه علاوه نن سبا په تلویزیون کې ډیر مفاسد او خرابی هم شته چې دهغې له وجې دسړیو لپاره پکې کار کول هم ناروا ګرځي دبیلګې په توګه:

  • دډرامو او فلمونو په واسطه په مسلمانانو کې بي حیائي او فحشاء خورول.
  • د کفارو تهذیب ته په مسلمانانو کې ترویج ورکول.
  • دظالم حکمرانانو صفتونه کول او د هغوی د ظلمونو او ناروا کارونو نه دفاع کول.
  • د حکومت په سیاسي مخالفینو باندې بې ځایه الزامات لږول او دهغوی تذلیل کول.
  • دشرعي احکامو، حدودو توهین کول .
  • نو دکومو کسانو چې دغه مفاسدو سره تعلق وي دهغوی وظیفه او کار کول هم ناجائز دي.


\"kabull
مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close