طهارت او لمونځ

په موزو یا جورابو باندې مسحه کول

(فتوا شمیره: 127)

پوښتنه:

محترمه په یخنۍ کې په موزو یا جورابو باندې مسح کول جایز دي که نه ؟ پوره تفصیل یی غواړم.

(پوښتنه کونکی: سلام خان ، افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

په موزو باندې مسحه کول په اتفاق داهلسنت والجماعت سره جائز دي البته جورابې دوه قسمه دي:

اول قسم: هغه جورابې چې څلور شرائط پکې وي: اول داچې بغیر دتړلو نه په پښو پورې نښتې وي، دوهم داچې اوبه لاندې نه جذب کوي، دریم داچې پرلپسې مزل پکې کیدای شي، او څلورم داچې دجورابو نه لاندې پښه نه ښکاري نو دې ته دفقهې په اصطلاح کې جوربین ثخینین ویل کیږي او په دغه جورابو باندې مسحه جائز ده، البته که دغه شرائط پکې نه وي لکه نن سبا دنیلون، وړۍ یا تارو وغیره جورابې، نو په دغه قسم جورابو باندې مسحه کول دڅلور واړه مذاهبو په نز جائز نه ده.

عن همّام بن الحارث قالَ: رأيتُ جريرَ بنَ عبدِ اللهِ بالَ، ثم توضأ، ومسَح على خُفَّيهِ، ثم قامَ فصلَّى، فسُئِلَ؟ فقالَ: رأيتُ النبيَّ – صلى الله عليه وسلم – صنَع مثلَ هذا (بخاري ټوک1 مخ 145)

قال الحصکفیؒ: أو جوربیه ولو من غزل أو شعر الثخینین بحیث یمشي فرسخا ویثبت علی الساق بنفسه ولا یری ما تحته ولا یشف إلا أن ینفذ إلی الخف قدر الغرض۔(الدرالمختارعلی هامش ردّ المحتار، باب المسح علی الخفین ټوک1 مخ 169)



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close