طهارت او لمونځ

دصلاة التسبیح طریقه

(فتوا شمیره: 145)

پوښتنه

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته الله دوکړی روغ جوړ او خوشاله به یاست

دصلاة التسبیح لمونځ په  باره که وخت ولری او معلومات راکړئ. مننه

الجواب وبالله التوفیق

ددې لمانځه څلور رکعتونه دي  په څلور واړه رکعتونو کې به لاندیني تسبیحات (۳۰۰) درې سوه وارې په لاندیني ترتیب سره وایي:

 

سبحان الله والحمدلله و لا اله الا الله  والله اکبر.

 

چي  نیت وتړې تر ثنا یعنې سبحنک اللهم وروسته دې دغه ذکرشوې کلمې پنځلس واره ووايي،

تر   اعوذ بالله ، بسم الله ، الحمدلله او  سورت ویلو وروسته به لس واره ووايي،

بیا په رکوع  کي  تر سبحان ربي العظیم وروسته دې لس واره ووايي، 

چي د رکوع څخه ودریږي نو په قومه کي به لس واره وايي

او په اوله سجده کي د سبحان ربي الاعلی څخه وروسته  دې لس واره ووايي، 

چي کله د اولې سجدې څخه راپورته شي او کيني نو لس واره دي  ووايي، بیا

بیا په دوهمه سجده کې دې هم تر سبحان ربي الاعلی وروسته لس واره ووايي

په دغه ترتیب دا تسبیح په یوه رکعت کي پنځه اویا (۷۵) وارې کیږي.

 

ددې څخه وروسته دې د دوهم رکعت لپاره ودریږي او مخکینۍ طریقې سره دې پاتې رکعتونه پوره کړي. نو په څلورو رکعتو نو کې دغه کلمې درې سوه وارې ویل کیږي.

 

دا طریقه امام ترمذي رحمه الله د عبدالله ابن مبارک رحمه الله څخه نقل کړې ده.

حَدَّثَنَا أَبُو وَهْبٍ، قَالَ: سَأَلْتُ عَبْدَ اللَّهِ بْنَ المُبَارَكِ عَنِ الصَّلَاةِ الَّتِي يُسَبَّحُ فِيهَا؟ فَقَالَ: ” يُكَبِّرُ، ثُمَّ يَقُولُ: سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ، وَتَبَارَكَ اسْمُكَ، وَتَعَالَى جَدُّكَ، وَلَا إِلَهَ غَيْرُكَ، ثُمَّ يَقُولُ خَمْسَ عَشْرَةَ مَرَّةً: سُبْحَانَ اللَّهِ، وَالحَمْدُ لِلَّهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَاللَّهُ أَكْبَرُ، ثُمَّ يَتَعَوَّذُ، وَيَقْرَأُ: {بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ} ، وَفَاتِحَةَ الكِتَابِ، وَسُورَةً، ثُمَّ يَقُولُ عَشْرَ مَرَّاتٍ: سُبْحَانَ اللَّهِ، وَالحَمْدُ لِلَّهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَاللَّهُ أَكْبَرُ، ثُمَّ يَرْكَعُ، فَيَقُولُهَا عَشْرًا، ثُمَّ يَرْفَعُ رَأْسَهُ، فَيَقُولُهَا عَشْرًا، ثُمَّ يَسْجُدُ، فَيَقُولُهَا عَشْرًا، ثُمَّ يَرْفَعُ رَأْسَهُ، فَيَقُولُهَا عَشْرًا، ثُمَّ يَسْجُدُ الثَّانِيَةَ، فَيَقُولُهَا عَشْرًا، يُصَلِّي أَرْبَعَ رَكَعَاتٍ عَلَى هَذَا، فَذَلِكَ خَمْسٌ وَسَبْعُونَ تَسْبِيحَةً فِي كُلِّ رَكْعَةٍ، يَبْدَأُ فِي كُلِّ رَكْعَةٍ بِخَمْسَ عَشْرَةَ تَسْبِيحَةً، ثُمَّ يَقْرَأُ، ثُمَّ يُسَبِّحُ عَشْرًا،

(جامع الترمذي باب ماجاء في صلاة التسبیح)



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close