
متفرق مسائل
ستړي مشي په یو لاس سنت ده او که په دواړو لاسو ؟
دفتوی شمیره : (۱۷۶)
پوښتنه :
ستړي مشي باید څنګه وشي په یو لاس سره او که په دواړو لاسو ؟ د ځواب په هیله .
الجواب وبالله التوفیق :
د احایثو مبارکو څخه معلومیږي چې ستړي مشي ( مصافحه ) په دواړو لاسو سره سنت ده .
الدلیل علی ذلک :
قال ابن مسعود رضی الله عنه : علمني النبی صلی الله علیه وسلم التشهد و کفي بین کفیه .
صحیح البخاري ، ټوک : ۲ ، مخ : ۹۲۶ ، کتاب الاستیذان ، باب المصاحة
هی سنة قدیمة متواترة وقال صلی الله علیه وسلم من صافح اخاه المسلم وحرک یده تناثرت ذنوبه وهی الصاق صفحة الکف بالکف …. والسنة فیها ان یکون بکلتا یدیه کما فی المنیة …. الخ
ردالمختار ، ټوک : ۶ ، مخ : ۳۸۱ باب الاستراء
والله تعالی اعلم بالصواب
