
حج او عمره
حج په چا فرض دی ؟
دفتوی شمیره (۱۸۰)
پوښتنه : که د چا سره درې نیمې تولې سره زر وي نو آیا پر هغه باندې حج فرض دی ؟
الجواب وبالله التوفیق :
حج په هغه چا فرض دی د چا سره د حج د ادا کولو ټول مصارف موجود وي او خپلې کورنۍ ته هم دومره خرڅ پرېښودلی شي چې تر ستنېدو پورې پرې ګذران وکولی شي . لهذا که دا درې نیمي تولې سره زر د پورتنیو مصارفو لپاره کافي کیږي نو حج پرې فرض دی او که نه کافي کیږي نو حج ندی فرض .
الدلیل علی ذلک :
عن ابن عمر رضی الله عنهما قال: جاء رجل الی النبی صلی الله علیه وسلم فقال : یا رسول الله صلی الله علیه وسلم ما یوجب الحج ؟ قال : الزاد والراحلة ( مشکوة المصابیح ، مخ : ۲۲۲
الحج واجب علی الاحرار …. الاصحاء اذا قدروا علی الزاد والراحلة فاضلا عن المسکن ومالابد منه ، وعن نفقة عیاله الی عوده .الهدایة مع البنایة ، ټوک : ۵ ، مخ : ۱-۲
