طهارت او لمونځ

په ایران کې مېشت غیر قانوني خلک مسافر دي او که مقیم ؟

د فتوی شمیره : (۱۶۴)

پوښتنه :
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د ایران مسافر په خپل واک او اختیار نه وي ، ځکه چې هر وخت یې د ایران حکومت ونیسي نو خپل هېواد ته یې رالیږي،  نو سوال مې دادی چې دوی د مسافر په حکم کې راځي او کنه ؟.
د ځواب په هیله ستاسو ورور شاه ولي ضمیر
الجواب و بالله التوفیق :
هغه خلک چې په پردي هېواد کې بې قانونه اوسيږي ، اوسیدل او نه اوسیدل یې په خپل واک او اختیار کې نه وي ، چې هر کله د هغه ځای پولیس پرې بر لاسي شي نو خپل هېواد ته یې راستانه کوي ، په دې صورت کې دوی مسافر شمېرل کیږي . په لمونځونو کې به قصر کوي . او د روژو نېولو او نه نېولو ورته اختیار دی ، البته نېول یې بهتر دي .
الدلیل علی ذالک :
الاصل ان من لایمکنه الاقامة باختیاره لا یصیر مقیما بنیة نفسه .
الفتاوی العالمګیریة ، ټوک : ۱ ، مخ : ۱۴۱
وكذا فی البحرالرایق ، ټوک : ۱ ، مخ : ۱۳۳ باب صلاة المسافر



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close