طهارت او لمونځ

د سهار دجماعت په وخت کې سنت کول څه حکم لري ؟

دفتوی شمیره (۲۱۰)


پوښتنه :
د سهار دجماعت په وخت کې سنت کول څنګه دي ؟ یعنې سهار چې جماعت ودرېږي نو لومړی به سړی سنت کوي او که په جماعت کې به شریک کیږي ؟


الجواب وبالله التوفیق :
لومړی هر څوک باید سنت په کور کې وکړي بیا مسجد ته راشي . او که څوک سهار مسجد ته په داسې وخت کې راشي چې جماعت ولاړه وي ، سنت یې هم نه وي کړي ، وبه ګوري که یقین یې دا وي چې له سنت کولو وروسته هم د امام سره په لمانځه کې شریک کېدایشي ، سنت دې له مسجد څخه بهر په انګړ کې یا دېوال او یا د ستنې شاته وکړي ، بیا دې په چماعت کې  شریک شي . البته په داسې وخت کې سنت خفیف ( لنډ ) کول په کار دي .

او په امام پسې بې له حایله ( پناه ګاه ) سنت کول مکروه تحریمي دي .

الدلیل علی ذلک :
عن ابي مجلز قال : دخلت المسجد فی صلات الغداة مع ابن عمر و ابن عباس رضی الله عنهما وعنهم والامام یصلی ، فاما ابن عمر فدخل فی الصف ، و اما ابن عباس فصلی الرکعتین ، ثم دخل مع الامام ، فلما سلم الامام ، قعد عمر مکانه حتی تطلع الشمس فقام فرکع رکعتین فهذا ابن عباس قد صلی الرکعتین فی المسجد والامام فی صلاة الفجر .
شرح معانی الاثار مخ : ۲۵۷ ، کتاب الصلاة ، باب الرجل یدخل المسجد والامام فی صلاة الفجر
(وإذا خاف فوت) ركعتي (الفجر لاشتغاله بسنتها تركها) لكون الجماعة أكمل (وإلا) بأن رجا إدراك ركعة في ظاهر المذهب. وقيل التشهد واعتمده المصنف والشرنبلالي تبعا للبحر، لكن ضعفه في النهر (لا) يتركها بل يصليها عند باب المسجد إن وجد مكانا وإلا تركها لأن ترك المكروه مقدم على فعل السنة.
والحاصل أن السنة في سنة الفجر أن يأتي بها في بيته، وإلا فإن كان عند باب المسجد مكان صلاها فيه، وإلا صلاها في الشتوي أو الصيفي إن كان للمسجد موضعان، وإلا فخلف الصفوف عند سارية،
لو خاف أنه لو صلى سنة الفجر بوجهها تفوته الجماعة، ولو اقتصر فيها بالفاتحة وتسبيحة في الركوع والسجود يدركها فله أن يقتصر عليها لأن ترك السنة جائز لإدراك الجماعة، فسنة السنة أولى.
درمختار مع ردالمحتار ، ټوک : ۲ ، مخ : ۵۶-۵۷ ، باب ادراک الفریضة



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close