متفرق مسا‌‌ئل

د خپګان ښکاره کولو په خاطر چوپ ودریدل یا کېناستل څه حکم لري ؟

د فتوی شمیره : (۲۱۴)


پوښتنه : کله چې ځینې خلک د چا د مړي دعا ته ورشي یا د خپګان خبر واوري نو د خپګان ښکاره کولو یا د تعزیت په خاطر یو څو دقیقې چوپ کېني ، ایا په شریعت کې داسې کول جواز لري ؟


الجواب وبالله التوفیق :
په شریعت کې داسې کول هېڅ ثبوت او جواز نه لري او په چوپ کېناستلو یا ودریدلو  سره ژوندیو او مړو ته کومه ګټه هم نه رسیږي .
بلکې دا د یهودو او عیسایانو عمل دی باید دوی سره مشابهت ونه شي ، عبادت یا ثواب ګڼل یې بدعت او حرام دی ، باید ځان ترې وساتل شي .
الدلیل علی ذلک :
أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: لَيْسَ مِنَّا مَنْ تَشَبَّهَ بِغَيْرِنَا، لاَ تَشَبَّهُوا بِاليَهُودِ وَلاَ بِالنَّصَارَى…. سنن الترمذی ټوک : ۴۴ ، مخ :۴۴ ، باب ماجاء في اشارة اليد
والمكروه تحريما … وصوم صمت …
(وصوم صمت) وهو أن لا يتكلم فيه؛ لأنه تشبه بالمجوس فإنهم يفعلون هكذا محيط قال في الإمداد فعليه أن يتكلم بخير وبحاجة دعت إليه ….
الدرالمختار مع ردالمحتار ، ټوک : ۲ ، مخ : ۲۷۶ ، سبب صوم رمضان



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close