طهارت او لمونځ

که امام د وترو نیت وکړي او مقتدي د تراویحو ،وتر یې نه کیږي !

د فتوې شمېره (۳۲۹)

پوښتنه :

ملا امام د وترو نیت تړلی و ، زما ګومان دا و چې تراویح لا نه دي ختم ، کله چې امام دریم رکعت ته پورته شو ، زه پوه شوم چې امام د وترو نیت تړلی دی ، نو په دې صورت کې زما وتر سهي شول او کنه ؟

پوښتونکی : ولي جان پکتیا

الجواب وبالله التوفیق :

که امام د وترو نیت کړی وي او مقتدي د تراویحو ، په دې صورت کې د دغه مقتدي وتر نه ادا کیږي بیا به یې کوي .

البته په دې ډول صورت کې دې مقتدي به د امام سره سلام نه ګرځوي بلکې پورته دې شي ، څلورم رکعت دې ورسره یوځای کړي ، څلور واړه به نفل وګرځیږي ، له دې وروسته دې وتر وکړي .


الدلیل علی ذلک :

ولو صلی التراویح مقتدیا بمن یصلی مکتوبة او وترا او نافلة ، الاصح انه لا یصح الاقتداء به ، لانه مکروه مخالف لعمل السلف …

الفتاوی العالمګیریة ، ټوک : ۱ ، مخ : ۱۱۷ ، کتاب الصلاة ، الباب التاسع

وقدمنا عنه أنه لو اقتدى فيها فالأحوط أن يتمها أربعا وإن كان فيه مخالفة الإمام

ردالمحتار ، ټوک : ۲ ، مخ : ۵۵ , باب ادراک الفریضة ، مطلب فی کراهیة الخروج عن المسجد بعدالاذان



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close