اخ!!! هغه دی امام شو!!

ليکنه: سلطان محمد (ثاقب)

طالبه! الله تعالی په خپل امتحان کې (۱۸) کاله در باندې تېر کړل، شهادتونه، زخمونه، کړاونه هغه څه و چې په تا تېر شول او تېريږي.

خو الله تعالی به تاته ويل: چې صبر کوئ تاسو  د دې مسلمه ملت امامان  يئ! موږ ګيله وکړه  چې الله څنګه امامان يو؟ داخلک موږ  دهشتګر بولي، موږ ته دفتر او په دفتر کې اسلامي محمدي بيرغ نه پريږ دي، موږ ستا په لويه ځمکه کې د ناستې ځای نه لرو، موږ په ارام ستا عبادت نشو کولی، طالب نن د زده کړې په ارمان دی، عالم مو د تدريس په ارمان دی؛ نو څنګه امامان يو؟

يا الله لک الحمد والشکر. ستا په ټولو فيصلو راضي يو، ته رانه راضي شه!

الله تعالی وويل: په افغانستان کې د جهادي تکاليفو په وجه به دې نن  په هغه هيواد کې امام ګرځوم چې داسلام سرسخته دوښمنان دي او هغه څوک درپسې دروم چې پرون به يې تاته د isi خطاب کولو؛ نن به ستا په الله اکبر سر ټيټوي. سبحان الله

زه وايم طالبه! ستا د روسې له غونډې نه ماته د دې خبرې بوي راځي چې ته اينده په رښتيا د مسلمه امت امام يې. په روسيه کې ستاسو پر  امامت ماته  د نبي عليه السلام هغه قيصه را ياده شي چې د خپل ژوند په اخيرو شيبو کې يې د امامت لپاره  ابوبکر رضي الله عنه مخکې کړ،  چې په دې سره نبي عليه السلام صحابو ته دا وښوده چې له مانه پس به ستاسو خليفه، امام ابوبکر صديق رضی الله عنه وي.

نو طالبه! ستا په امامت کې هم ماته دغه خوشخبري ښکاري چې هم تاسو د اسلامت رهبران ياست!

ومن الله التوفيق

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close