د چچنیا جمهوریت بنسټ ایښودونکی شهید جنرال جوهر دودایوف څوک و؟ څه یې غوښتل؟ او چا؟ او ولې ترور کړ؟

لیک: هاني الهوراي

ترجمه : روحاني (دکابل ټکی کام همکار)

نړیوالو ترهګرو (روس او امریکا) په همغږۍ په شهادت ورساوه روسانو هغه د یوه مجرم جنرال په نوم ونوماوه!

هغه روسانو ته په خطاب کې ویلي وو چې:

تاسې باید په نړۍ کې ټول چچنایان ووژنۍ څو وکولای شئ ووایاست چې: موږ بریا ترلاسه کړه! که یو چچنیایي هم ژوندی پاتې شي، نو اولاده به یې له تاسې سره وجنګیږي، مبارزه به وکړي او بریاوې به ترلاسه کړي.

دودایوف هغه رښتینی مسلمان کرکټر دی، چې د چچنیا پایتخت ګروزني ته یې په داسې یوه پلان سره آزادي وبخښله، چې ساری نه لري، ځکه نو ویلای شو چې نوموړی د چچنایانو یو ستر اتل دی، د چچنیا ملت ته یې آزادي وبخښله، شهید جنرال جوهر دودایوف د معاصرې چچنیا بنسټ ایښی دی، د دې هیواد لومړی ولسمشر هم دی او لومړی هغه څوک دی چې په نوي یمه لسیزه کې یې د چچنیا مسئلې ته د نړیوالو او په ځانګړې توګه د اسلامي نړۍ پام واړاوه.

شهید جنرال دوادویف په کال ۱۹۴۴م د فرورۍ په میاشت کې د چچنیا د جمهوریت په د بیرفومایسکو ښار کې چې هغه مهال د شوروي اتحاد تر قلمرو لاندې و زیږیدلی دی، هغه خپلې زده کړې په برطامبوف کې کړي، نوموړي د پوځي الوتکو زده کړې هم کړي دي، بیا یې د هوایي ځواکونو په یوري جاجارین اکاډمۍ کې چې د پوځي نخبه ګانو تخصص پکې ورکول کیږي زده کړې مکملې کړي دي. روسي حکومت د شرف، ترقۍ ۱۲ مډالونه هم ورته ډالۍ کړي دي او د جنرالۍ رتبه یې هم ورکړې ده.

روسانو ورڅخه غوښتنه وکړه چې د بلتیک په جمهوریتونو کې د استقلال خوځښتونو ته د پای ټکی کیږدي؛ خو هغه دا غوښتنه رد کړه، روسیې ورته امر وکړ چې باید دغه خوځښتونه وټکوي، ده ته یې ځکه امر کاوه چې هغه دغه مهال د شوروي اتحاد په هوایي ځواکونو کې یو مسئول او با صلاحیته شخص و، هغه دا امر هم په کلکه رد کړ او په ځواب کې ویې ورته وویل چې:

زه به هیڅکله له داسې یوه ملت او ولس سره جګړه ونه کړم چې د خپل هیواد د استقلال لپاره مبارزه کوي.

روسیې دا عکس العمل تحمل نه کړای شو او هغه یې جلا وطن کړ، هغه او د هغه فوځي ځواک یې د  چچنیا ګروزني ته واستاوه، هغه یې د یوه مجرم جنرال په نوم ونوماوه؛ خو د روسیې دا هیڅکله په خیال کې هم نه راتله چې دا جنرال به یوه ورځ د دوی په مقابل کې دریږي.

هغه له خپل منصب نه استعفا وکړه، په کال ۱۹۹۱ کې یې د روسیې پر ضد د جهادي خوځښت قیادت پر غاړه واخیست، نو د دواړو لوریو تر منځ سختې جګړې ترسره شوې او روسي لښکرو ته یې سخت ځاني او مالي زیانونه واړول، تر دې چې د چچنیا د مستقل جمهوریت اعلان یې وکړ، په کال ۱۹۹۱ کې نوموړی د چچنیا لومړی ولسمشر وټاکل شو.

په کال ۱۹۹۶م د اپریل په ۲۱مه د روسیې هوایي ځواکونو هغه د یوه ناڅاپي هوایی برید په نتیجه کې چې د نړیوال تروریزم (روسیې او امریکا) په همغګۍ ترسره شو ترور او شهید کړ، دې عملیاتو ته یې د غچ اخیستنې نوم ورکړ، د دغه ستر اتل او د چچنیا د جهاد لارښود هغه چې د روسانو پوزه یې په خاورو ومښله خاتمه یې د شهادت په لوړ مقام ترلاسه کولو په افتخار سره وشوه، د دوایوف په شهادت سره د چچنیا مسلمان ملت یواځې خپل لومړی ولسمشر له لاسه ورنکړ، بلکې د مبارزې او جګړې ستر لارښود او د لومړی استقلال ګټونکی اتل هغه چې د چچنیا د لارې په پرې کولو سره بریالی شو او خپله خاوره، خپل عزت او خپل دین برم یې لاسته راوړی و له لاسه ورکړ.

د هغه رحمه الله تر ټولو ښکلې ویناوې:

که څوک غلامۍ ته غاړه ږدي نو باید چې یو بادار هم ځانته پیدا کړي او که چیرته له موږ نه مسلمانان دا وغواړی چی موږ د روسانو تر پښو لاندې ژوند وکړو نو موږ له دا ډول مسلمانانو نه خپله بیزاري اعلانوو.

موږ آزاد مسلمانان غواړو او آزادي غوښتونکو او آزادي خوښوونکو مسلمانانو ته اړتیا لرو، موږ دې ته تیار یو چې د نړۍ له هر مسلمان سره په جهاد او مبازره کې ګډون وکړو، هغه چې د آزادۍ او سوکالۍ لپاره جهاد او مبارزه کوي او که کوم مسلمان دا ډول نه وي نو زه فکر کوم چې دا بیا مسلمان نه دی او یا لږ ترلږه یو ذلیل مسلمان دی.

په هر چچنیایي باندې لازم دي چې هر مظلوم مسلمان سره مرستې ته ځان ورسوي او ملاتړ یې وکړي، پرته له دې چې رنګ، توکم، او قومیت په نظر کې ونیسي ځکه چې موږ ټول په دین کې سره  وروڼه یو.

الله تعالی دې دې ستر غازي او شهید ته په خپل رحمت کې ځای ورکړي او الله دې پراخه جنتونه ورنصیب کړي، د ازادي غوښتنکو خلکو ژوند دغه ډول وي چې تاریخ یې د تل لپاره په خپلو زرینو پاڼو کې یاد ساتي، د هغه د ډارنو دښمنانو زړونه دې له ډاره وچوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

1 thought on “د چچنیا جمهوریت بنسټ ایښودونکی شهید جنرال جوهر دودایوف څوک و؟ څه یې غوښتل؟ او چا؟ او ولې ترور کړ؟”

  1. سل دې ومره یو دې مه مره: ریښتیا چې دتیر اسلا مي تاریخ په څیر مسلمانان په وروستي تاریخ کښې هم نوم یالي سر لښکر لري، او دتیرو میړنیو په شان ئې د مسلمانانو تاریخ ته ویا ړ ور بښلی دی، ځکه خو دتاریخ زرینې پاڼې دهغو ویاړ من نومونه په خپل زړه کښې انځوره وي، او دهغو کارنامې را تلونکي نسل ته د تګ لارې او تګ لوري په ډول وړاندې کوي، مړینه یو طبعي أمر دی هر سا لرونکی مري خو چې څوک داسې ومري لکه شهید جو هر دودایف نو دغه ته مړینه نه بلکه تل پاتې ژوند ویل کیږي، اودغه د هر أتل او ننګیالي روستی هیله وي، ځکه تاریخ تل داسې ننګیالي دننګ په بهیر کښې راتلونکو ته داتلانو او ولس ته دآزادي بښونکو په القابو ور پیژ ه ني، او دغه اتلوال القاب او پیژند نه دهغو مسلم حق دی، :: روح دې ښاد او د أتلو لي یاد دې تل پاتي وی،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close