آخر هم اُباما شاته ګیر ولګاوه

ډاکټر آصف

امریکا خپل جنګي موټر د افغانستان پر خاوره د یرغل په موخه په ۲۰۰۲ کال کې په داسې حال کې ورخوشې کړ، چې ډریوري یې بوش کوله، بوش د لومړي ګیر نه تر ټاپ ګیر لګولو پورې ټول ګیرونه امتحان کړل؛ خو هدف یې ترلاسه نه کړای شو، بالآخره بوش اکسپایر شو او اشټرینګ یې اُباما ته پریښود. اُباما په ډیر جاهلانه غرور سره دغه موټر باندې خورا لګښتونه وکړل، ټایرونه یې ورته نوي کړل، انجن یې ورته له سره بور کړ، په مبلایلو او پټرولو یې ډک کړ او بالآخره خپل ټول زور یې وواهه، کله چې ټاپ ګیر ته ورسیدو نو سړی اکسپایر شو، نور یې نو موټر د طالبانو په خټو کې ټینګ ونښت.

اشرف غني او ډاکټر عبدالله خورا ټیلې او دیکې ورکړې؛ خو موټر قسم وخوړ چې سټارټ نشي، چا په غوږ کې ورته پټه مشوره ورکړه چې که ریورس(شاته) ګیر ووهي ګوندې چې موټر دې په خیر او خیریت سره بیرته د امریکا خواته سلامت ورسيږي، کنه نو لومړی خو له خټو وتل ګران کار دي او که فرضا له خټو ووځې نو آخوا داسې ګړنګونه وجود لري چې شوروي اتحاد اوس هم پکې پروت دی او د انګریزانو هډوکې هم پکې سپین سپین ښکاري، مرغان او ټپوسان تر اوسه پورې د روسي لښکرو په غوښو کرته پورته الوتنې کوي.

 د دې خبرې په اوریدو سره د اُباما په مغزو کې د کروز په شان ډز وشو او یو دم یې فکر د حقیقت لوري پر خوا واوښت، نو سره له دې چې اشرف غني او ډاکټر عبدالله په خپلو بیلچو باندې لا د موټر مخې ته لاره جوړوله، ستړي او ستومانه لګیا وو، خولې یې تر پرتوګونو رسیدلې وې، اُباما پرته له دې چې هغوی باندې ورغږ کړي چې لارې مه جوړوئ زه ریورس ګیر لګوم، یو دم یې شاته ګیر ولګاوه او له خولې یې د ټولو نړیوالو په مخې د شرم چیغه ووته او ویې ویل چې : امریکا نشي کولای طالبان مات کړي.

په دې وخت کې په اشرف غني او ډاکټر عبدالله واویلا ګډه شوه، یو بله ته غاړې وتل، په چیغو چیغو یې وژړل؛ خو اُباما هیڅ توجه هم ورته ونه کړه، موټر یې له خټو وویست خو اوس په دې فکر کې دی چې د دې غدار موټر مخه په کومه نیټه د امریکا لوري ته واړوي او آیا خپله یې ډریوري وکړي او ټرمپ استاد ورته راولي چې دغه د طالبانو په لاس وهل شوی او ځپل شوی موټر بیرته خپل ټاټوبي ته د شوروي اتحاد په شان په خیر ورسوي.

 او روسان د حال په ژبه ورته وایی:

ما درته ویل نه دې منله *** د کونډې زویه اوس کوه د ډاګ مزلونه

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close