آخر ولې سرنه خلاصوو؟

خالد افغان زوی

دا اوولس کاله کیږي، حکومتي چارواکي، د سولې شوراګانې، حکومتي میډیا،ټیلویزوني مبصرین او نور لګیا دې طالبانو ته زارۍ کوي، چې سوله وکړئ، سوله وکړئ! دوی د سولې خواست داسې بې مقدمې او بې دلیله طالبانو ته وړاندې کوي لکه ماشوم چې له موره خواږه غواړي.
تاسو به لیدلي وي، کله چې ماشوم مریض وي، خواږه خوړل ورته تاوان رسوي، خو بیا هم خپلې مور ته وچ کلک لګیا وي چې هله خواږه راکړه. که مور یې هر څومره د خوږو د نه ورکولو دلیل وایي، چې مریض یې، د خوږو خوړل دې هلاکوي، خو ماشوم بیا هم سر نه خلاصوي، دلیل او منطق په رسمیت نه پیژني او یوازې همدا وایي چې ګوړه غواړم او ګوړه غواړم.
دا څو کاله وشوه کرزی او اشرف غني طالب ته وایي چې سوله وکړه او ټوپک په ځمکه کیږده، طالب ورته وایي چې ټوپک یې د اشغالګرو بهرنیانو په ضد اخیستی، د بهرنیو اشغالګرو په خلاف دافغانانو مقاومت یو دیني، طبعي، وجداني او انساني غبرګون دی. که بالفرض طالب سوله وکړي هم، تر څو چې بهرنیان موجودوي نو د جنګ عامل موجود دی او سوله نه شي راتلای. تاسو د افغانستان پنځه زره کلن تاریخ وګورئ، آیا کله هم د بهرنیو اشغالګرو په شتون کې په دې هیواد کې سوله راغلې؟ تاسو د چنګیزي، صفوي، انګریزي او روسي یرغل حالات مطالعه کړئ. ځواب دا دی چې افغانانو هيڅکله له بهرنیو اشغالګرو او د هغوی له ګوډاګیانو سره سوله نه ده کړې، که یوې ډلې کړې، په عوض یې بل نسل راپورته شوی او د جهاد او ازادۍ بیرغ یې پورته کړی دی.
همدا تاریخي سوابق موږ ته راښيي چې د اشغالګرو په شتون کې نه افغانستان پخوا د سولې مخ لیدلی او نه یې اوس لیدلی شي. خو څوک دي چې په دې حقیقت سر خلاص کړي؟ څوک دي چې دغه تاریخي واقعیت ته غوږ ونیسي او په صداقت سره یې تسلیم کړي.
طالب د حکومتي اړخ د سولې شعاربازانو ته همدا دلیل وایي، چې وه وروره! زما جهاد یوازې د طالب جنګ نه دی، دا د اشغال په مقابل کې د افغان اولس غبرګون دی. که سل فیصده تنزل وکړم او د حکمتیار غوندې له هر څه تیر شم یوازې په کابل کې په یوه مهمانخانه قناعت وکړم، خو تر څو چې اشغالګر موجود وي قسم بالله که سوله راشي. دلته یو مسلمان او په خپلواکۍ مین اولس پروت دی. داسې اولس چې هره ورځ وژل کیدل، هجرتونه، دربدرۍ، غربت او ټولې ناخوالې زغملی شي. خو د سرو انګریزانو شنې سترګې په خپل هیواد کې نه شي زغملای.
تاسو لږ مهرباني وکړئ، د خپل اولس، فطرتي جوړښت، عادات او رواجونه مطالعه کړئ.دا اولس له خپل فطرته مجبور دی، الله تعالی یې خلقت همداسې کړی چې پردي او اجنبي اشغالګر یې تر خنځیر هم بد ایسي.تاسو د دې ملت په اړه د نړیوالو څیړنې او تحقیقات وګورئ، هغوی ټول په دې یوه خوله دي چې افغانان دنړۍ په سطحه د پردیو په اړه تر ټولو حساسیت لرونکی قوم دی. د دوی په خټه کې له پردیو سره کینه او بغض پروت دی. افغانانو د خپل څنګ او ګاونډ همژبي او هم نژاده اشغالګر لکه صفویان او تاتاریان نه دي زغملي، تاسو ورباندې د ځمکې د کرې د بل اړخ هغه سورغاړي امریکایان زغمئ چې په یوه رګ نه دي ورګډ…. کلا وحاشا
طالب دا اوولس کاله د مفتې سولې ارمانجنو ته همدا دلیل او قیاس بیانوي، خو مخالف اړخ هیڅ په دلیل سر نه خلاصوي. هغه لکه سرزوری ماشوم په ځای د دې چې د مفتې ګوړې د نه ورکولو په دلیل ځان پوه کړي یوازې په پټو سترګو سوله او سوله یادوي.
آخر ولي دومره ساده ګي او سطحي توب؟ دا څو ورځې چې طالبانو اوربند کړی و او په اصطلاح د تفاهم شین څراغ یي روښانه کړ. بیا هم د سولې حکومتي ارمانجن په هماغه خره سپاره وو. آیا تاسو د دوی په خبرو، فیسبوکي نشراتو، شعرونو، ټیلویزوني بحثونو او اظهاراتو کې دا خبره واوریده چې اشغال دې د سولې اصلي مانع وبولي؟ ما خو ګردسره نه ده اوریدلې، یوازې غفور لیوال په یوه لیکنه کې ویلي و چې که طالبان سوله وکړي زه به دنیواک( اشغال) په مقابل کې ورسره ملګری شم. د غلام سرور ظهیر په نوم یوه بل ورته لیکلي و چې له نیواک نه دې مطلب څه دی؟ لیوال بیرته ویریدلی و چې هسې نه دا خبره تر امریکایانو ورسیږي او تور لست ته مې واچوي نو سمدستي یي لیکلي و چې له نیواک نه مې مراد فقر، احتیاج او اقتصادي بد وضعیت دی چې د جګړو عامل دی. مطلب دا چې هغوی حتی اشغال ته د اشغال ویلو ایمان هم نه شي تیرولی.
نو په تیرو ورځو کې موږ ولیدل چې ټولو له دې حیاتي موضوع سره خورا سرسري او عاطفي چلند کاوه، هیڅوک دې موضوع ته د عقل، منطقې او محاسبې له کړکۍ نه ګوري. ټول د احساساتو،عواطفو او لیونیو جذباتو په څپو سپاره دي. دوی باید په دې پوه شي چې د اشغال په شتون کې د طالب یو اړخیزه سوله، په حقیقت کې سوله نه بلکې د یوه بلې خونړۍ جګړې پيل دی. طالب خو لا د همدې وطن او همدې ملت برخوال او د حکومت هغه مخالف دی چې په دې وطن او اولس یې زړه خوږیږي. د طالب د جګړې ملکي تلفات د نړۍ په مخ تر ټولو کم تلفات دي. طالب خو دومره انعطاف پذیر دی چې د خپل حاکمیت په ساحه کې حکومتي معارف، بیارغونې، مؤسساتو او د اولس د هوساینې ټولو حکومتي پروژو ته یې اجازه ورکړې. طالب خو دومره رحمدل چې په جګړه کې نیول شوي ټول ټپي عسکر په هماغه ورځ خوشي کوي او مخالف عسکر خپل ورور بولي. خلاصه دا چې د طالب په افغانیت کې هیڅوک شک او شبهه نلري.
د طالب بل ښه والی دا دی چې په دې وطن کې یې د بلې هرې مخالفې ډلې، افراطي جګړه مارو او استخباراتي قاتلانو د شتون مخه نیولې،که طالب نه وای اوس به د افغانستان حالت هم د سوریې او لیبیا په شان وای، دلته به د هر ګبر و ترسا نیابتي قاتلان جنګیدل، دلته به شل او زر جنګي ډلې وای، ښار په ښار او کوڅه په کوڅه به جلا حکومتونه، خلافتونه، جبهې او بیرغونه وای. بیا به زموږ ښارونه او کلي هم په نیابتي جګړو او پردیو بمبارونو کې د سوریې په شان کنډواله شوي وای. طالب خو ددې ټولو فتنو مخه نیولې، یوازې داعش چې راپیدا شوی هم، طالب دا توان لري چې ختم یي کړي،خو چې هر ځل ورباندې عملیات پیل کړي او ساحه پرې تنګه کړي، بیا امریکایي الوتکې طالبان بمبار کړي او د وړاندې تګ مخه یې نیسي.
نو مطلب دا چې د اشغال په شتون کې د طالب په شان د معقول او موزون سوچه اسلامي افغاني مقاومت شتون د ټولو لپاره غنمیت دی. دا خو ټول منو چې اشغال او په وړاندې یې مقاومت سره لازم او ملزوم دي. تر څو اشغال وي طبعي او په تاریخي اسنادو ثابته نتیجه یې دا ده چې په وړاندې به یې د ازادۍ غوښتنې مقاومت هم وي. اوس که طالب د سولې د سرناخلاصو شعاربازانو له غوښتنې سره سم له جګړې لاس واخلي او یو اړخیز تنزل وکړي.معلومه ده چې ځای به یې نورې ډلې ډکوي. هغوی به د افغان اولس له اشغال ضد حساسیت څخه استفاده کوي. جنګ به دوام پیدا کوي خو تر پخوا په ځکه خونړی او غموونکی وي چې قیادت به یې د داسې خلکو په لاس کې وي چې هغه به د طالب په شان د افغان اولس درنښت او ارزښتونه په رسمیت نه پیژني. بیا به نو د هیواد هر ښار د جلال اباد په شان د عامو ښاریانو په وینو سور وي، د ملکي تلفاتو ارقام به له اسمان سره خبري کوي او بیا به د سولې سر ناخلاصه شعاریان هم حیران وي چې اوس څه وکړي او د سولې ځولۍ د چا په مخکې وغوړوي.
نو وروستۍ خبره دا چې لطفا د خدای په خاطر او د دې په وینو سور ملت او ړنګ وطن لپاره د لیونیو احساساتو له ټټو راکوز شئ. لږ دې موضوع ته د واقعیت او صداقت له زاویې وګورئ. په اشغال باندې ځانونه کاڼه او ړانده مه نیسئ، ستاسو په تسامح او ځان غوله دنګ نیولو د خلکو اشغال نه هیریږي. افغانان یې وینې چې ۲۴ ساعته یې پر سر امریکایي ډرون الوتکې غومبر وهي. د افغان اولس ښځې او ماشومان د امریکایي ټپ ټپنو له غورا خوب نه شي کولای. د امریکایي ډرون غومبرو دې اولس ته رواني رنځ وراچولی. زموږ ملت نه یوازې خپل تاریخي هیواد، اسلامي تشخص، ملي استقلال، ځمکنی تمامیت او افغاني غرور له لاسه ورکړی، بلکې د یوه ملت په حیث له بشپر سقوط سره مخامخ دی. افغاني ارزښتونه ورته سرچپه معرفي کیږي. فرهنګ او کلتور یې مسخ کیږي. تبلیغاتي او فکري یرغل یې د اسلامي او ملي ثقافت نوغې باسي او خپل ټول هست و بود له لاسه ورکوي.
د امریکایي الوتکو تر غومبر لاندې د منافقت، ځان غولولو او دوه مخۍ له دریځه د سولې ګوړه ګوړه یادول، شاید د لنډ وخت لپاره ستاسو خوله خوږه کړي. مګر په دې پوه شئ چې موضوع نه حل کوي.د موضوع د حل لومړی ګام دا دی چې تر هر څه مخکې خپل ایمان درست کړئ او په خپل ایماني او افغاني جرئت سره د امریکایانو شتون اشغال وبولئ. کله مو چې په دغو بدمخو باندې د اشغالګر نوم کیښود. نو بالمقابل مجاهد اولس به پوه شي چې واقعا تاسو د سولې په اړه واقع بین یاست. بیا نو دې ته مخه خلاصیږي چې له ملت سره په ګډه د اشغالګرو د شړلو لپاره اقدامات وشي. حقیقت دا دی چې د سولې په خوا رښتیني تللې لار یوازې همدا ده. له دې پرته ټولې لارې د جګړې د دوام او په نویو بڼو د بدمرغیو د تجربه کولو لارې دي. نور که یې بیا هم نه منئ، معلومه ده چې ډالرو مو ماهیت مسخ کړی او په دې وطن او ملت مو زړه نه خوږیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close