آسمان چې څومره غوریږي هغومره نه وریږي

آصف الله آصفي

څه موده وړاندې طالبانو د امریکا ولس او د سنا مجلس ته یو سرخلاصی لیک واستاوه چې په هغې کې یې د امریکا ولس او سنا مجلس ته سپارښتنه کړې وه چې امریکایی سیاسي او نظامی مشران مجبور کړي څو په افغانستان کې له جګړې لاس واخلي او افغانان پریږدي چې خپل برخلیک په خپله ټاکي.

د امریکا په ټولو مطبوعاتو کې دغه لیک په غټه سرخۍ سره خپور شو، او د امریکا خلک یې سره وښوځول، خو د امریکا سیاسیون او نظامیان د دې لپاره چې خپل ټر په پر پټ کړي سملاسي یې اعلان وکړ چې طالبانو د سولې چانس له لاسه ورکړی، او امریکا نور نه غواړي څو له طالبانو سره سوله وکړي.

د دې په تعقیب لاسپوڅی او ګوډاګي اشرف غني هم سملاسي له ارګ څخه رسمي اعلامیه خپره کړه او ویلي وو چې هو امریکا رښتیا وایی، طالبانو سره نوره سوله نا ممکنه ده، او طالبانو دغه چانس له لاس ورکړی، او د ټکولو له لارې به دوی له مینځه وړي.

خو کله چې طالبانو یو څو مرګوني ګوزارونه ورکړل، نو تیره ورځ اشرف غني د سولې لپاره چې څومره زارۍ طالبانو ته وکړې په تیرو درې نیمو کلونو کې یې نه وې کړې او بادارانو یې هم د اشرف غني زارۍ تایید کړي او د هغه د زاریو کلک ملاتړ یې اعلان کړ.

د امریکا او اشرف غنی دې ضد او نقیضو موقفونو د افغانستان ملت ته څرګنده کړه چې امریکایانو نور په افغانستان کې پوزې ته راغلي، او اشرف غني هم په دې  پوهیدلی چې که فرضا امریکا یو دم خپل موقف بدل کړي او له افغانستان د وتلو پښې سپکې کړيو نو اشرف غني به د ډاکټر نجیب په څیر په دار وځړول شي، نو ځکه هڅه کوي څو طالبانو راضي کړي او خپل ځان او لاسپوڅي حکومت یې له خطر نه وژغوري.

بله خبره داده چې د امریکا او ارګ دغه مثبت او منفی څرګندونې خلکو ته د هغه متل مصداق ګرځي چې وایی: آسمان چې څومره غوریږي هغومره نه وریږي.

د امریکایانو او مفسدو لاسپوڅو لینګي نور سست دي، طالبانو ته لږ استقامت او صبر نور هم په کار دی، هغه ورځ لرې نه ده چې امریکایانو د روسانو په څیر وتښتي او اشرف غني احمدزی د خپل پخواني احمدزي په څیر په څلور لارې کې د ملت د قهر په څپو کې د قصاب د غوښې په څیر وځړول شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close