آسيا جام: افغانستان نن څلور بجې له سريلانکا سره مخ کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۶)

ټاکل شوې چې نن آسيا جام سياليو په درېيمه لوبه کې افغانستان له سريلانکا سره مخ شوي.

د کرکټ بورډ مسوولين وايي، د افغانستان او سريلانکا لوبه به نن د دوشنبې په ورځ د افغانستان پر وخت څلور بجې پيل شي.

د اسيا جام په لومړۍ لوبه کې بنګله دېش سريلانکا ته ماتې ورکړه، دوهمه لوبه کې پاکستان هانکانګ ته ماتې ورکړه او ننۍ لوبه کې به سريلانکا هڅه کوي چې له افغان لوبډلې بريا خپله کړي.

د آسيا جام سياليو کې شپږ لوبډلې (افغانستان، بنګله ديش، هندوستان، پاکستان، سريلانکا او هانکانګ) برخه لري چې وړمه ورځ په متحده ايالاتو کې پيل شوي دي.

په ای ګروپ کې هندوستان، پاکستان او هانکانګ دي، په بي ګروپ کې سريلانکا، افغانستان او بنګله دېش له يو بل سره مخ کېږي.

که افغانستان په لومړي پړاو کې یوه بريا هم خپله کړي دوهم پړاو ته د تګ چانس لري او له هندوستان يا پاکستان سره به لوبه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close