آسيا جام: له سختې سيالۍ وروسته پاکستان له افغانستانه لوبه وګټله

 

د اسيا جام په دويم پړاو سياليو کې پاکستان له سختې لوبې وروسته افغانستان لوبډلې ته يواځې د درې ويکټو په توپير ماتې ورکړه.
د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپوهنې پريکړه يې وکړه چې په ټاکلو پنځوس اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره پاکستان ته ۲۵۸ منډې هدف وټاکه.
حشمت الله شهیدي په افغان توپوهونکو کې تر ټولو ډېرې منډې وکړې، چې له ۹۷ منډ‌و سره ناسوځېدلی پاتې شو.
رحمت شاه ۳۶ منډې جوړې کړې، اصغر افغان ۶۷ منډې جوړې کړې چې ۵ شپږیزې او ۲ څلوریزې هم په کې شاملې وې.
د افغانستان لخوا مجیب الرحمن په ۱۰ اورونو کې ۲ میډن کړل، ۳۳ منډې يې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوځول، راشد خان د ۴۶ منډو په بدل کې ۳ ویکټې او ګلبدین نائب د ۶۱ منډو په بدل کې یوه ویکټه واخیسته، افغانستان دغه لوبه کې ۱۷ اضافي منډې ورکړې.
د پاکستان په لوبډله کې تر ټولو ښه توپوهنه امام الحق وکړه او په ۱۰۴ توپونو يې د پنځو څلوريزو او يوې شپږيزې په وهلو سره ټولې ۸۰ منډې جوړې کړې ، په دویم نمبر بابر اعظم ښه توپوهه وکړه چې په ۹۴ بالونو یې ۶۶ منډې جوړې کړې.
د لوبې تر وروستيو اورونو داسې ښکارېده چې افغانستان به بريالی شي خو د افتاب عالم بالونو او د شعيب ملک غوندې تجربه کار توپوهونکي د لوبې مخه بدله او د پاکستان په خوا واړوله.
پاکستان د افغان لوبډلې ټاکلی هدف د اوو لوبغاړو په سوځېدو په وروستي اور کې افغانستان ته يواځې د درې ويکټو په توپير ماتې ورکړه.
د پاکستان بله لوبه به نن د ستمبر په ۲۳ له هند سره وي او د افغانستان لوبه به نن د بنګله دېش سره وي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close