آسيا جام: هند پاکستان مات کړ، نن افغانستان له بنګله دېش سره مخ کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۹)

د اسيا جام سياليو د تيرې ورځې د لوبې پچه پاکستان وګټله او د توپ وهنې پریکړه يې وکړه.

د پاکستان کرکټ لوبډلې ټول لوبغاړي په څلور څلوېښتم اور کې وسوځېدل او هند ته يې د (يوسل درې شپيته) منډو هدف وټاکه.

د پاکستان په لوبډله کې تر ټو زياتې منډې بابر اعظم اووه څلوېښت، او شعيب ملک درې څلوېښت منډې جوړې.

د هندوستان لوبډلې په (نهه ويشتم ) اور کې يواځې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره د پاکستان ټاکلی هدف پوره او پاکستان لوبډلې ته يې د اتو ويکټو په توپير ماتې ورکړه.

په يادو سياليو سره د ای ګروپ لوبې پای ته ورسېدې او په دوهم پړاو کې به نن افغانستان له بنګله دېش سره سيالي کوي.

افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې د سريلانکا لوبډلې ته د (يونوي) منډو په توپير ماتې ورکړه.

ننۍ لوبه به د افغانستان پر وخت په څلور بجو په متحده عربي اماراتو کې پيل شي.

د افغانستان لوبډله به د راتلونکې سې شنبې په ورځ د هند له لوبډلې سره مخ کېږي او د دغه سياليو وروستۍ لوبه (فاينل) به د ستمبر په اته ويشتمه د جمعې په ورځ وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close