آسیاجام:افغانستان په سختو شیبو کې بنګلادیش ته لوبه پریښوده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲)

نن د بنګلادیش او افغانستان ترمنځ دوهمه پنځوس اوریزه لوبه ترسره شوه، چې د توقع خلاف افغانستان په کې حیرانونکې ماتې وخوړه.

نن د بالینګ په برخه کې افغان لوبغاړو هغه ډول توپ اچونه ونه کړه چې تمه یې وه.
افتاب عالم ۳، راشد او مجیب ۱-۱ ویکټه واخیسته ـ دغه راز دوه لوبغاړي هم رن اوټ شول.
د بنګلادیش په لوبغاړو کې امرئ القیس ۷۲ ناسوځېدلې منډې جوړې

افغانستان د بیټینګ په برخه کې یوځل بیا د احسان جنت ویکټ په پېل کې له لاسه ورکړه او په ۸ منډو له میدانه ووت.
رحمت شاه په ۱ منډه رن اوټ، شهزاد په ۵۳ ،اصغر ستانکزی په ۳۹ , حشمت الله شاهدي په ۷۱ , نبي عیساخیل په ۳۸ منډو اوټ شو.

په وروستیو کې نبي عیساخیل او سمیع شینواري ښه ملګرتیا وکړه چې لوبه یې تر بریا نږدې کړه ـ خو نبي عیسا خیل د یوې شپږیزې تر وهلو وروسته کیچ اوټ شو.
وروسته راشد خان راغی خو په ۵ منډو هغه هم وسوځیده.
د لوبې جالب وخت هغه وو، کله چې سمیع الله شینواري ته پر یوه بال څلور منډې په کار وې، خو نوموړي د ممکنې بریا لپاره دغه بال ویکټ کیپر ته پریښوود او په دې توګه افغانستان له فاینل څخه محروم پاتې شو.

ټاکل شوې ده چې د راتلونکې سې شنبې پر ورځ افغانستان د وروستي ځل لپاره له هند سره مخ شي.

نن په یوه بله لوبه کې پاکستان او هند سره مخ شول،  پاکستان په ټاکلو اړرونو کې هند ته د ۲۳۸ منډو هدف ورکړ چې هند د یوه لوبغاړي په سوځیدو سره په کم وخت کې پوره کړ.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close