آسیاجام: افغانستان له بنګلادیش څخه په لوی توپیر سیالي وګټله

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۹)

د آسیا جام په شپږمه لوبه کې افغانستان او بنګلادیش سره مخ شول چې افغانستان وکولی شول، دا سیالۍ هم په ښه توپیر وګټله.
افغان لوبغاړي په لومړیو کې له سختو فشارونو سره مخ و ، خو د راشدخان او ګلبدین نایب وروستۍ ملګرتیا د بریا هیلې زیاتې کړې.

افغانستان ملي لوبډلې بنګله دېش ته په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځيدو سره ۲۵۶ منډې هدف وټاکه؛ حشمت الله شهیدي ۵۸، راشد خان ۵۷ ناسوځیدلې، ګلبدین نایب ۴۲ ناسوځیدلې او محمد شهزاد ۳۷ منډې جوړې کړې.
دغه راز احسان الله جنت ۸ ، رحمت شاه ۱۰، اصغر افغان ۸ ،سمیع الله ۱۸ او نبي عیساخیل ۱۰ منډې وکړې.

افغانستان ته د هدف په لوړولو کې د ګلبدین نایب او راشدخان فارنشیف مهم رول ولوباوو، چې شاوخوا ۹۵ منډې ملګرتیا یې وکړه.

د بالینګ په برخه کې شکیب الحسن ۴ افغان لوبغاړي وسوځول ، ابو حیدر او رب الحسین دوه، دوه لوبغاړي له مخې پورته کړل.
په افغان لوبغاړو کې ګلبدین نایب ۲ لوبغاړي راشدخان، ۲ مجیب الرحمان ۲ نبي عیساخیل،افتاب عالم او رحمت شاه یو-یو لوبغاړی وسوځول او د ۱۳۶ منډو په توپیر سره یې دا لوبه هم په خپل نوم کړه.

ټاکل شوې ده سبا افغان لوبډله له پاکستان سره مخامخ شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close