آسیا جام: افغانستان وروستۍ سیالي هند سره مساوي پای ته ورسوله

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۳)

افغانستان نن د اسیا جام  په خپله وروستۍ لوبه کې له  هند سره خپله لوبه مساوي پای ته ورسوله.

 

نن د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او په خپله یې د بیټینګ پریکړه وکړه ،چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې ۲۵۲  منډې جوړې کړې او هند ته یې د ۲۵۳ منډو هدف ورکړ.
د اټکل خلاف نن افغان لوبغاړي شهزاد محمدي سلیزه ووهله او د ۷ اسمان څکو شپږیزو او ۱۱ څلوریزو په مرسته یې ۱۲۴ منډې جوړې کړې.
دغه راز نبي عیسیٰ خیل ۶۴ منډې وکړې او تر څنګ یې نجیب ځدراڼ ۲۰ رنځونه جوړ کړل.
لوبډله په وروستیو اورونو کې هغه مهال له ستونزو سره مخ شوه، کله چې نبي عیساخیل خپله ویکټه له لاسه ورکړه چې د هدف په راکمولو یې اغیز وکړ.

د بالینګ په برخه کې جدیجا ۳ افغان لوبغاړي وسوځول، کولدیو یادو ۲، خلیل احمد، دیپک چاهر او کیدر جادو یوه ـ یوه ویکټه واخیسته.

افغان بالران که څه هم په لومړیو کې له ستونزو سره مخ و،خو وروسته یې د بالینګ برخه پیاوړې شوه چې هند یې له سختو ستونزو سره مخ کړ.

لومړۍ ویکټه نبي عیساخیل تر لاسه کړه ورپسې راشد خان د راهول مهمه ويکېټ چې ۶۰ منډې یې کړې وې، ترلاسه کړه، دغه راز افتاب عالم د مانېش پانډې ويکېټ ترلاسه کړه.
په ټوله کې نبي عیساخیل راشدخان او افتاب عالم دوه- دوه ویکټې اوجاوید احمدي یوه ویکټ واخیسته.

دغه راز د هند درۍ لوبغاړي په منډه وسوځیدل (رن اوټ شول)
هند په وروستیو کې د افغان بالرانو له سخت فشار سره مخ شو چې د ټولو اورونو په لوبولو سره یې د ټولو لوبغاړو په زیان دې هدف ته ځان ونه رساوو او یواځې یې وکولی شو لوبه مساوي کړي.

لوبه هغه مهال جالبه شوه کله چې حدیجا په وروستي اور کې څلوریزه ووهله او تر یوې منډې وروسته خلیل سټرایک ته راغی او یو رنځ یې ترسره کړ، خو جدیجا بیا په وروستي اور کې شاټ وواهه چې د راشد په بال د نجیب له خوا کیچ اوټ شو او لوبه مساوي پای ته ورسیده.

د یادونې وړ ده چې په دې سیریز کې دا د هند لومړنۍ ناکامي ده چې لوبه نه شي ګټلی، تر دې وړاندې یې د سږني آسیاجام ټولې ترسره شوې لوبې ګټلې دي.

بلخوا دا د افغان لوبډلې وروستۍ لوبه وه چې د بنګلادیش څخه د ماتې له امله له فاینل څخه محروم پاتې شوي و.

افغان لوبډله به تر دې وروسته خپل هیواد ته راستنیږي.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close