آيا انس حقاني دبند او عليپورد پريښودو قابل دي؟

ليکوال امام الدین صافی

په افغانستان کې د انتخاباتو د ناکاميو په نتيجه کې د اشرف غني او عبدالله حکومت جان کيري ‏ورجوړ خو خپله ‏افغان پوځ څه چې بهرنيوځواکونو هم ونه شو ساتلاى، د بن د تپل شوې ‏غونډې په هوکړه کې ملي پوځ دهېواد ‏د ساتنې لپاره په ټاکل شوې معيار او شمير ونه روزل شو، حکومت په ولاياتو کې په اربکيانو او ‏نا مسئولو ‏وسله والو(لنډغرو) په ساتنه تکيه وکړه چې د شمال د لنډغرو په شمول په ميدان ‏وردګو کې د هزاره لږکيو يو ‏لنډغر دعليپور په نوم هم سر راپورته کړ.‏ عليپور په ١٣٩٥هـ کل په لومړيو کې ١٦٠کسيزه داړه ماره ډله جوړه کړه چې په غير قانوني ‏‏(غيرانساني ‏‏)کړنو ېې د هزاره وو د ملاتړ ترڅنګ له ايرانه هم ډاډ ترلاسه او په ميدان وردوگو ‏کې ېې دعام ولس پر وژنه، ‏بې عزتۍ، چور، بې حياېې اولاروشکونويې لاس پورې کړ.‏ دعليپور له اعمالو يواځې د ميدان وردگو سني اوسيدونکي نه بلکې خپله شيعه مذهبي ‏‏(هزاره ګان ) هم بې عزته ‏او لوټ کړل په وار وارېې د سيمې اوسيدونکو ولايتي چارواکو او آن ‏د کورنيو چارو وزارت ته خبر ورکړ ‏خو خپلسري عليپور به ويل ما هيڅ څوک نه شي نيولاى.‏ دعليپور خبره ترڅه حده رښتيا هم وه چې د ولايتي چارواکو پرې زور نه رسيده هغه داړه ماره ‏ډله تر ٣٠٠ هم ‏زياته شوې وه دوه مياشتې دمخه پرې د ملي امنيت په نامه پوليسو ‏زور وواهه خو وه ېې نه شونيوالاى، له هغې ‏وروسته چې د سيمې د خلکو شکايتونه رسنيو ‏بيا بيا خپاره کړل د کورنيو چارو وزارت ورته دنيولو لاس واچاوه ‏خو دکورنيو چارو د وزارت ‏لاس لنډ او د داړه مار عليپور د داړمارۍ لاس اوږد ؤ ځکه ېې د نيولو پر اعتراض ‏په باميان او کابل ميشتو هزاره ګانو دوه ورځې پرلپسې مظاهرې وکړي.‏ په دوه ورځو مظاهرو کې هزاره ګانو ٤٨پوليس ژوبل کړل او د پوليسودري مرکزونه ېې ‏وسوزول چې په ‏پايله کې ېې د کورنيو چارو وزارت د حبس د دوام توان له لاسه ورکړچې بالاخره دغني د ‏داړمار حکومت ‏دوېم مرستيال سرور دانش په ضمانت پريښوول شو.‏ د اشرف غني ناتوانه حکومت د عليپور د نيولو په اعتراض ېې د باميان او کابل ښارلويديځ کې ‏دهزاره وو چغو ‏وارخطا کړ، د ميدان وردګو د ولسي وګړو چې په مياشتو مياشتو ېې د خپل عزت، ‏سراومال د ژغورنې لپاره ‏چغې وهلې هغه ېې هيرې کړې بيا ېې د ميدان وردګو د ولسي ‏وګړو د بې عزتيو لپاره ورپريښود، په دې داړه ‏مار حکومت کې به دافغانانو سرومال او ‏عزت څرنګه خوندي پاتې شي .‏ د بلې خوا همدې ناتوانه حکومت د عليپورد مخه د خپل هېواد ، خاورې او ولس د نواميسو ساتونکى انس حقاني ‏ ‏نيولې او تر اوسه به بند کې شپې سباکوي ، هغه شخص ېې نيولې چې کورنۍ ئي د بهرنيو پرخلاف د خپل ولس ‏د ‏عزت او سرمال د ساتنې لپاره وسله راپورته کړې شهيدان يي ورکړي بغير د خپل رب څخه يي هيڅ استکباري ‏اوصليبي قدرتونوته سر نه دي ټيټ کړي، دخپل ازاد او شهيد پالې ولس دحيا او عزت په خاطر ېې هرډول ‏قربانۍ ته سينه سپرکړې، دخپلې خاورې، او ملي ارزښتونو د ژغورنې په موخه ېې د پرديوپه مقابل کې حق ته ‏حق اوباطل ته ېې باطل ويلى، د کورنۍ په ټس کي ېې هغه شخص نيولې چې تر دغه وخته طالب العلم ؤ د جهاد ‏ګرم اوتود سنګر ته لا نه ؤ تللی مګر د ارواښاد جلال الدين حقاني کورنۍ چي په افغانستان کې ‏د خپل اسلامي ‏هويت د بيا را ژوندي کولو او ازادۍ ترلاسه کولو لپاره ېې وسله واله مبارزه پېل ‏کړي په بدل کي معصوم بي ‏ګناه انسان ښاغلي انس حقاني دصليبيانو اودهغو د ګوډاګیانو په زندان کي دبند سختې شپي او ورځي تيروی.‏ هغه شخص چې د خپل ګران افغانستان د ازادۍ لپاره په فطري توګه هرډول قربانۍ ته تيارؤ هغه دی بندي وي ، ‏د بشر د حقوقو اداره هم دانس حقاني په اړه خاموشه ده، د ټولو انساني کراماتود پښو په لاندې کولو ئې دهغه په ‏اړه يو غږ هم نه پورته کوي، خو د ولس عزت لوټونکى عليپور له دوه ورځو دريمې پورې هم په بند کې پاتې نه ‏شو، ځکه د لوټمار ترشاه هزاره اقليت ولاړ دي مګر د ناموس ،خپلواکۍ اود ين دساتونکې تر شاه څو په ډالرو ‏خرڅ شوي ،ذليله او ارزان قيمته تش په نوم پښتانه اودينې عالمان ولاړدي د دوي خواء لا په زندانې کولو نه ده ‏سړه شوي د اعدام غوښتنه يي کوي دهغه چا داعدام غوښتنه کوي چې دخپل دين، وطن، خاورې، او ولس دپت او ‏دهمدې هزاره ؤ د اقليت دساتنې لپاره ېې هم د زندان شپې په ځان منلي دي ‏‎.‎ انس حقاني په خپل هېواد کې د يوه مذهب، يوې ژبې او يوې سيمې د وګړو دحق غوښتنې په بدل کې د بند شپې ‏نه سباکوي بلکې هغه د ټول اسلاميت او ټول افغانيت او افغانستان لپاه هر نادوده په ځان منلې او پرې وياړې، د ‏داسې شخص ازادۍ لپاره بايد ټول افغان ولس راپورته او له بنده ېې خلاص کړي ترهغې خپل اعتراض او حق ‏غوښتنې دوام ورکړي څو دښمن حکومت د حقيقت په پوهيدلو انس حقاني له بنده خلاص کړي.‏ افغان ولس به څرنګه دې حکومت ته حکومت ووايي چې په باميان او کابل ښار لويديځ هزاره ‏ګان د خپل داړمار ‏د نيولو پرخلاف د مظاهرو توان نه لري ددې نه داڅرګنده شوه چې په دې ‏حکومت کې به ازادۍ غوښتونکي ‏ميړني او خپل ولس ته عزت ورکوونکي دې دبند سختې شپې سباکوي او په ‏ډول ډول جرايمو ککړداړمار به ‏پريښودل کيږي‎.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close