آيا واقعاً ملايان حکومت نشي کولای ؟

ليکوال : ذکي هوتک

له کوم مهال څخه چې د پخواني جهاد بدنامونکي  او په نوم مجاهدين د کابل له امريکا پلوه حکومت سره يو ځای شوي نو د  حق په وړاندې د نورو تبليغاتو تر څنګ يې دا تبليغ هم پيل کړی چې ملايان په حکومتي چارو نه پوهيږي ، حکومت نشي کولای ، د خپل محراب او ممبر سره د کار لري.
په دې ليکنه کې غواړو د دوی دا ادعاء تر بحث لاندې ونيسو ، د تاريخي او عيني حقايقو په رڼا کې يې سموالی او ناسم والی جوت کړو.

د دوی  دا ادعاء چې ملايان حکومت نشي کولای په حقيقت کې د سيکولريزم او کمونيزم له شعارونو څخه ده . سيکولران وايي دين بايد له سياست څخه بيل شي او ديني طبقه په حکومتي چارو کې کار ونه لري ، د کمونستانو خو د دين محوه کول (معاذالله) د دوی د مبارزې له اساستو څخه ده ، نو کوم تش په نوم مسلمانان يا د اسلام په نامه سوداګر چې دا ادعاء کوي او دغه تبليغ ته يې ملا تړلې ده دوی په حقيقت کې له سيکولريستي او کمونستي افکارو څخه متأثر دي او يا د امريکايانو او د دوی د ملګرو د باور جلبولو او له دوی څخه د سياسي او مادي امتيازاتو د لاسته راوړلو په موخه ياد تبليغ ترسره کوي او دا ځکه چې په اوس وخت کې له امريکا او پلويانو سره يې د مسلمانو افغانانو د جګړې په رأس کې ديني علماء کرام چې په افغاني ټولنه کې ملايان او مولويان ورته ويل کيږي قرار لري.
له ياد تبليغ څخه  د جهاد د بدنامونکو او تش په نوم مسلمانانو موخه دا ده چې امريکايانو او ملګرو ته يې د خپلې تسليمۍ اصلي حقايق پټ کړي ، د ولس پام بلې خواته واړوي او امريکايان او ملګري يې خوښ کړي. خپل ساده لوحه پلويان وغولوي او يو ډول خپله تسليمي او له امريکايانو او ملګرو سره يې دوستي توجيه کړي.

د دې خلکو  ياده ادعاء د تاريخي او عيني حقايقو په رڼا کې يو مخ ناسمه ده ، ځکه که موږ د اسلامي خلافتونو او نظامونو تير تاريخ ته وګورو نو د مسلمانانو زياتره خلفاء او أمراء د ديني زده کړو فارغان ؤ  ، يو يې هم نه د انګلستان له آکسفورډ پوهنتون څخه ديپلوم  تر لاسه کړی او نه هم د ختيځ او لويديځ له کوم بل پوهنتون څخه .

موږ د دې تاريخي حقيقت شاهدان يو کله چې د حکومت په رأس کې له کوم ديني عالم څخه پرته بل څوک راغلي دي او يا داسې څوک راغلی چې ديني علماؤ ته يې غوږ ندی ايښی انحراف يې کړی دی او د مسلمانانو له دښمنانو سره يې د خپل مسلمان ولس او نورو مسلمانانو په ضد لاس يو کړی دی . ښه مثال يې د ترکيې مصطفی کمال اتاترک دی .
تر څو چې عثماني خلافت د قونيې د ديني مدرسې د فارغانو په لاس کې ؤ تر هغه وخته پورې اسلامي خلافت قايم ؤ ، د مسلمانانو عظمت پر ځای ؤ ، خو کله چې اتاترک غوندې يو بې بندوباره ، د ديني علماء کرامو سرسخت دښمن او د زرګونو ديني علماءکرامو قاتل واک ته ورسيد ، اسلامي خلافت ړنګ او د مسلمانانو د بخت ستوری ولويد چې تر نن ورځې د سخت مظلوميت په حالت کې قرار لري.

بل ښه مثال يې د اسلامي نړۍ په بيلابيلو برخو کې اوسني واکمن نظامونه دي چې نه يې په رأس کې ديني علماء کرام شته او نه د ديني علماء کرامو خبرو او مشورو ته غوږ ږدي ، له همدې امله هم دوی او هم يې ټول امکانات د مسلمانانو د دښمنانو په خذمت کې دي.

که د سرو لښکرو په وړاندې د افغانانو د مقدس جهاد او مقاومت د تاريخ پاڼې راواړوو ، د مجاهدينو هغه تنظيمونه په خپل منځي جنګونو کې ښکيل شول ، انارشي يې په هيواد واکمنه کړه ، کابل يې په کنډواله بدل کړ ، هيواد يې سمتي او فرقه ايزو جګړو ته وليږداوه ، د تجزيې له خطر سره يې مخ کړ ، د هيواد عام المنفعه تأسيسات يې تخريب او چور کړل ، نظامي الوتکې ، ټانګونه ، توغندي ، توپونه او نور وسائل او وسائط یې کباړ او په ګاونډيو هيوادونو وپلورل ، د رقص مرده ، د هلکانو د ودولو او له ښځو څخه د تيونو د پريکولو ميلې يې جوړې کړې د کومو په رأس کې چې رښتوني علماء نه ؤ او رول يې کمزوری ؤ چې اوس هم د امريکا په مشرۍ د صليبي ټلوالې په خد

مت کې دي ، له سيکولرانو او کمونستانو سره يې ائتلاف کړی دی او کومو يې چې لږ لږ د جهاد نعرې وهلې هغه هم وار په وار تسليميږي.
خو د کومو تنظيمونو په رأس کې چې ملايان صاحبان ؤ هغوی په خپله عقيده ثابت ودريدل ، د جهاد له آرمانونو سره يې وفاء وکړه ، پلويان يې په يو نوي حرکت کې سره را يو ځای شول هم يې په افغانستان کې حاکمه انارشي او فساد ختم کړ ، هم يې هيواد له تجزيې څخه وژغوره ، هم يې له پيړيو وروسته د ځمکې د اسلامي نظام عملي بيلګه وړاندې کړه ، هم يې د مظلومو مسلمانانو په حق کې آواز اوچت کړ اوس ښه په نره له امريکايي صليبي لښکرو سره جنګيږي او د يرغل په وړاندې يې ټينګ ولاړ دي.

همدغه راز کله چې په افغانستان ديني عالم يا ملا حاکم ؤ ، افغانستان په خپلو عوايدو چليده ، له ولس څخه د نن په څېر درنه ماليه نه ټوليده ، په هيواد کې سراسري امنيت ټينګ ؤ ، د چا ځان او مال په خطر کې نه ؤ ، نه له هيواد څخه ځوانان تښتيدل او نه د هيواده لسګونه زره ځوانان په زندانونو کې پراته ؤ ، د ديني او عصري تعليم تر منځ توازن قايم ؤ ، د مخدره موادو کروندې يو مخ له منځه تللې وې ، په هيواد کې مو د اردو ، پوليسو  او امنيت تر نومونو لاندې د غرب له لوري روزل شوې او تمويليدونکې لښکرې نه وې ، حکومت مو په قومي توپيرونو نه ؤ ويشل شوی او نه هم د امريکا د بهرنيو چارو د وزير له لوري رامنځته شوی ؤ ، ادارې يې فعالې وې ، اداري فساد تقريباً د نشت برابر ؤ ، رشوت نه ؤ ، يو نيم مليون جريبه  دولتي ځمکه نه وه غصب شوې ، څلورلکه بې ځايه شوي کډوال مو د هيواد په داخل کې نه درلودل ، په هره ولسوالۍ او هر ښار کې جنګونه نه ؤ ، د کمونستانو د دور په څېر دفاعيانو ، ګلمجمانو ، پايلوچانو او د اوسني دور په څېر ځناورصفته او سخت زړو اربکيانو ولس نه داړه ، خو کله چې د ملا صاحب دوره ختمه شوه او په ځای يې سيکولران ، تکنوکراتان ، کمونستان او اسلامي ديموکراتان راغلل چې په حکومتي چارو يې د ښه پوهيدواو د ښې حکومتولۍ شعارونه پورته کول مګر په دوره کې يې داسې بدبختي نشته چې د افغانستان ځوريدلی ولس ورسره مخ شوی نه وي ، امنيت په هيواد کې وجود نلري ، حکومت د نړۍ د فاسدو هيوادونو په قطار کې دوهم يا دریم ځای لري ، او په اصطلاح يو يو والي ، ملي  ، جهادي او سياسي مشرانو يې نيم نيم ښارونه غصب کړي ، مليونونه جريبه دولتي ځمکه چور شوې ده ، پوره پوره بانکونه په حرفوي ډول لوټ شول ، که بهرنۍ مالي او نظامي مرستې نه وي حکومت يوه ورځ هم باقي نشي پاتې کيدلای او په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره په ګران هيواد کې داسې حکومت واک ته رسيدلی چې دوه سرونه لري ، دوه مشران لري ، د مخدره موادو کښت او کاروبار د هر کال په تيريدو سره زياتيږي ، له هيواد څخه لکونه ځوانان تښتي ، هيواد مو د خپلو ځوانانو په زندان بدل شوی دی ، د پلرونو او نيکونو او د اسلام ازلي دښمنان مو په کورونو چاپې وهي او هره ورځ مو د دوی له لاسه په کورونو د غم ټغر غوړيدلی وي.

پورتنيو حقايقو ته په پام سره دا ادعاء ناسمه ده چې ملا حکومت نشي کولای او که له ملا پرته بل څوک نو هغه حکومت کولای شي .
د جهاد بدنامونکي او د دوی پلويان بايد د ديني علماء کرامو له تحقير څخه لاس واخلي او ملايان په سپکه لهجه ياد نکړي.

دوی بايد پوه شي چې د ملايانو او علماء کرامو تحقير به دوی ته کومه ګټه ونه رسوي بلکه لکه څنګه چې اوس يې کفر ته د تسليمۍ د ذلت داغ په تندي ولګيده له دې څخه به نور هم زيات ذليل شي. ځکه بې ادبه ، سپک او ګستاخ تل محروم وي او محروميږي او له ذلت څخه پرته يې بل څه په برخه نه وي.
په ټوله نړۍ د علماؤ د سپيڅلي قيادت په هيله

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close