آيا يوازې يو پوځي افسر جنګي مجرم دى؟

 که د هاګ نړيواله محکمه مجرم ته مجرم وايي، بيا دې د کابل د اوسنۍ ادارې ټول افسران ونيسي، چې د خپل ولس په نيولو، ځورولو، ژوبلولو او وژلو یې هیڅ صرفه نه ده کړې.

خاموش

په افغانستان کې چې روسي غلامانو د ثور په ۷مه کرغېړنه کودتا وکړه، په زور، ظلم او وحشت یې لاس پورې کړ. د دې زور او ظلم د پای ته رسېدا او په افغانستان کې د يوه روڼ سباوون راتلو لپاره افغان ولس بېساري قربانۍ هم ورکړې، چې تاريخ یې شاهد دی.

 افغان ولس تمه درلوده چې د قربانۍ ثمره به په افغانستان کې د اسلامي نظام نفاذ وي، خو بدبختانه، تر يوه وحشت وروسته بل وحشت سر راپورته کړ، چې له امله یې له تېرو ١٧ کلونو راهيسې افغان مسلمان او بې دفاع ولس په اور کې سوځي.

تاريخ د ډېرو هېوادونو د واکمنانو د زور او ظلم شاهد دی، خو په افغانستان کې د پرديو په لاس  جوړو شویو حکومتونو دومره وحشت کړی، او کوي یې، چې پوځي افسرانو د دې پر ځای چې د خپلې خاورې او ولس دفاع وکړي، خپل ولس په سرو وينو کې ولمباوه او خاوره یې په بادارانو وپلورله.

د جرمني رسنيو ويلي چې يو پخواني افغان افسر یې په زندانونو کې د زورونې په جرم نيولی دی.

جرمني څارنوالانو ويلي، ٢٦ کلن پخوانى افغان پوځي افسر يا منصبدار، احمد ظهير، یې د جرمني په بايرن ايالت کې په دې جرم نيولی چې په زندان کې یې له دریو بندیانو سره، چې د نړیوال بشري قانون له مخې یې حقوق خوندي وو، د تحقیقاتو پر وخت غیرانساني او بېرحمانه چلند کړی دی.

که د بشري حقوقو نړيواله اداره رښتيا هم له بندیانو سره د ناروا چلند له امله پوځي افسران محاکمه کوي، بيا نو يوازې يو افسر نه دی چې په جرمني کې د زندانيانو د ځورونې په جرم ونيول شو

په زندانونوکې له بندیانو سره هغه سلوک کيږي چې د ځنګل ځناور یې هم له خپلو ځناورو سره نه کوي. جرمني خو يوازې په ځورونو افغان پوځي افسر نيولی او مجرم یې ګڼلې، دا چې سلګونه زندانيان په غيرانساني سلوک وژل شوي، د هغوی له قاتلینو سره بايد څه وکړل شي او څه وخت به نيول کيږي؟

په اصل کې، په افغانستان کې يرغلونه او کودتاوې په وحشت پیل شوې دي. د يوه نظام بنسټ چې په وحشت سره کېښوول شي، له هغه نظامه به څرنګه د انساني سلوک تمه وکړل شي؟

 که د هاګ نړيواله محکمه مجرم ته مجرم وايي، بيا دې د کابل د اوسنۍ ادارې ټول افسران ونيسي، چې د خپل ولس په نيولو، ځورولو، ژوبلولو او وژلو یې هیڅ صرفه نه ده کړې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close