آیا بې باور دولت به رولا غني باوري کړی شي؟

آیا بې باور دولت به رولا غني باوري کړی شي؟

تیره ورځ دلته په کابل کې د اولسمشر میرمن رولاغني دځوانانو پوی غونډې ته وینا کوله چې په زیات شمېر کې ځوانان او دولتي نا دولتي ادارو اړوند ځوانانو علاوه نورو کابل ښاریانو هم برخه واخسته .

په غونډه کې رولاغني دافغانستان روانو امنېتي او اقتصادي ستونزمنو حالاتوته په کتو سره وویل ځوانانو تاسي دسبا ورځي واکمن او اتلان ئې داهېواد ستا سي راتلونکي ته انتظار لوی ستاسي په مټ په د اهېواد غښتلې کېږي تاسي باید ترهرچا زیات په خپل ملې وحدت پر حکومت باور ولرۍ.

د رولاغني خبرې  په ځای  وی او داړتیا وړ خبری وی باید ددولت چارواکې او روښان فکره  ځوان نسل ته دخپل هېواد دپرمختګ لپاره لارښوونه وکړو خو دا خبرې دهغه چاحق وي چې هغه حکومت داولس لپاره دکار، امن ، تعلیم ، اوهمداسي ژوند زمېنه برابره کړی وي، دا وېنا دهغه چارواکوسره ښايې چې حکومت په خپله کارې موده کې دلاس ته راوړنوڅو بېلګي اولس ته وړاندې کړي.

دا وینا هغه چارواکې اوروښا نفګران کولای شي چې حکومت ئې دخپلو هېواد والو په رایه او اکثریت ملاتړ جوړوي ، مه وا يې دحکومت پرسر جګړی حل لپاره دی دامریکا نه جان کیري راځي او دوی ته دي حکومت جوړوي.

مه وايې دحکومت او دفاعي چارو ټولي واګي اواختیار دی دابهرینو هېواد ونو دچارواکو سره وي.

په یوه داسي حکومت به اولس او داولس ځوانان څرنګه باور وکړي چې دبانګونو ټوله شتمني دې دلوټ کولو وروسته بهرته استول کېږي.

رولاغني وېنا به هله پرځوانانو اثر کړي وائ او ورسره په ئې منلي وائ چې په خپل هېواد کې خو ئې ورته د وچې ډوډی دلاس ته راوړلو روزګار برابرکړای وای د رولاغني سره به ځوانانو په خپل هېواد کې فقر، تنګلاسي، اونورو ستونزو په ګالو سره هېواد کې پاتې کیدل هله منلی وای  چې په غربت ئې دولت څه فکر کړی او د غربت د ختمولو لپاره یې څه پلان درلودای.

دلوړو زده کړو وزیری فریدی مهمند هم دځوانانو څخه وغوښتل چې داروپايې هېوادونو ملکوڅخه ډډه وکړي په افغانستان کې دامهال په ولسي جرګه کې ددفاع وزارت به غونډوکې ، دښوونی او ررزنی د وزارت به غونډو او کنفراسونو کې ټوله اندیښنه داښودل کېږي چې ځوانانو اروپايې هېوادونو ته مخه کړيده .

 څومره چې پردولت بې باوري زیاتېږي هو مره ځوانان له هېواده وتلوته اړ کېږی دلوړ زده کړو وزیرې په خپله وېنا کې وویل که ځوانان په خپل هېواد کې پاتې شي او خپل هېواد ابادکړي خپله به د دولت باور زیات شي خو چې ورځ په ورځ  ځوانان له هېواده وځي نو پر دولت باور هومره کمیږي.

دنړیوالې سروی له مخي په افغانستان کې چې جګړه زوراخستي بې روزګاری اوبدامني داولس ژوند په مرګ بدل کړي تر ۸۰ زرو پوری ځوانان له هېواده اروپايې هېوادونو ته روان شویدي .

تیره ورځ اتریش سره په پوله پاساو ښارګوټی کې دجرمني پولیسو خبر ورکړ یوافغان چې عمر ئې دکورنۍ دمعلوماتوله مخي ۱۱۰ کالوته رسېږی او په سرتګو هم  ړوند دی دکورنۍ دنهو غړو سره جرمني ته رسیدلي دي.

نو اوس به رولاغني څرنګه بې باوره دولت باوري کړي چې دبغلان ولایت یوسل لس کلن عمر خوړلې سره دکورنۍ له افغانستان نه بهرتللو ته زړه ښه کوي دا دولت به باورې شي؟  نه هیڅکله نه!  تر څو چې ددې دولتي چارواکو اولس دښمنه پالسي وي دولت به بې باوره وې .

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close