آیا تاسوخبریاست چي مظلومو بندیانو ته چارواکي څه وایي؟

حافظ عمری اسیر

دهیواد مرکزي زندان پلچرخي چي په پلازمینه کابل کي موقعیت لري او ولسمشرۍ ماڼۍ اویاپه اصطلاح ارګ ته په ډیره نژدي فاصله کي دي
نن ورځ اتمه ده چي دیاد زندان زندانیان چي شمیر یي شاوخوا دیارلس زره 13000 زره تنوته رسیږي دبعضي قانوني اورائجو ستونزو پر اساس دنه خوړلو اعتصاب ته لا دوام ورکوي
دبندیانو ټولي غوښتني اویا ستونزي قانوني دي دحبس اوجزا تر فقرې پوري تړاو لري چي دامادي یوازي دجزائي اجرأاتو کمیسیون تشکیلوي اوهمداکمیسیون یي تعدیلولاي هم شي اوهمدارنګه دیادکمیسیون په نشتون اویادضرورت په وخت کي رئیس جمهور کولاي شي چي دفرمان په صادرولو سره تعدیل اوبدلون پکي رامنځته کړي.

د زندانیانو عمده غوښـتنې په لاندې ډول دي.

اوله غوښتنه: کوم فرمان او تخفیف چې د کال په مبارکو ورځو کې د ریس جمهور له لوري ورکول کېږي؛ باید استثنا پکې نه وي؛ ټولو بندیانو ته بې توپیره ورکړل شي.

دوهمه غوښتنه: په فرامینو او تخفیفو کې دي د نصف قید ماده لرې کړل شي.
دریمه غوښتنه: تقویتي تخفیفونه باید بندیانو ته تطبیق او ورکړل شي.

څلورمه غوښتنه: دلته ډیری بندیان په اعدام محکوم دي کلونه کلونه بې سرنوشته پراته دي موږ په کلکه غواړو چې داعدامیانو سرنوشت معلوم شي او اعدام یې په قید بدل؛ او رسمي ورقې د سند په توګه ورکړلې شي.

پنځمه غوښتنه: د صعب العلاج او کبر سن(سپین ږيري) بندیان چې هر ځل په فرمان کې اعلانېږي؛ خو ازاد شوي نه دي؛ باید له خپله حقه برخوردار شي.
شپږمه غوښتنه: لکه څنګه چې قانون ده چې بندي باید د قیدټاکلي موده په خپل ولایت کې تېره کړي؛ باید له مرکزي زندان د پلچرخي نه دي ولایتونو ته تبدیلي ازاده شي.

پورتنې مادۍ دپخواني رئیس جمهور حامدکرزي په وخت کي تر عمل لاندي وې اوپه هرفرمان کي دقانون له اساس سره سم بندیان تري مستفید کیدلاي شول دبندیانو مشکل پکي حل وو
کله چي اشرف غني دارګ واکدار شو د350 مادي په اعلانولو سره یادي مادي ټولي لغوه اعلان شوي اوتر امر ثاني پوري معطله شوي.
اوس چارواکي دبندیانو دستونزو دحل مسئله دومره ژوره شمیري چي ګني رئیس جمهور لاهم دبندیانو ستونزو ته دحل په باب عاجزه دي اونشي کولاي چي دبندیانو دستونزو دهواري په موخه کومي مادې چې معطله دي بیرته دوباره کار ته برابري اوبندیانو ته دیوه حقوقي فرمان په صادرولو سره لکه څنګه چي دکرزي په وخت وې هماغسي عملي اعلان شي

بیاهم چارواکي څه وایي

نن دشنبي ورځ دلوئي څارنوالۍ نه یوجګپوړی هیئت پلچرخي ته راغي اوپه پلچرخي کي یي دبندیانو له یو شمیر نمایندګانو سره وکتل بندیانو ته یي پر ځاي ددي چي کوم زیری ورکړي په بدل کي یي توندي اوتیزي خبري ورته وکړي اودبګرام زندان ته په لیږدولو یي ګواښ ورته وکړ
نمایندګانوته یي په خطاب کي وویل تاسي شورش کوونکي یاست تاسي بندیان هڅوی چي ولي باید دخپلو ستونزو دحل لپاره ږغ پورته کړي اوزیاته یي کړه چي ستاسي ستونزي درئیس جمهور له سویي هم بري دي باید سر له پیله پارلمان ستاسو دستونزو دهواري په مورد باید فرمان جوړکړي اویادي مادې دي پکي معیار کړي او داکار هم ځکه ناشونی دي چي پارلمان دڅلویښت ورځو لپاره رخصت دي

ایا کوم دسالم عقل خاوند به داماشومانه منطق ومني؟

نوټ موږ نه پوهیږو داکومه ډیموکراسي ده اوداکوم منطق دي چي دچاسره دي ظلم کیږي وژل کیږي دي بشري اوانساني حقوق دي ترپښولاندي کیږي بیا هم حق نلري چي خپل دمظلومیت اواز پورته کړي
اودظلم نه دنجات غوښتنه دده په حق کي جرم اوجنایت بلل کیږي دادکومي ډیموکراسۍ مقتضا ده چي مظلوم دي بایدخپل ږغ اوچت نکړي

بندیان اوسمهال په خورا سخت حال کي قرار دقیقه په دقیقه بندیان دکوما حالت خپلوي او اندیښنه کیږي که د بندیانو اعتصاب لږ نور هم اوږد شي ډیری بندیان به خدانخواسته له مرګ سره مخ شي
حافظ عمری اسیر دڅرخي پله زندان

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close