آیا توده جګړه به سولې ته لاره ورکړي؟

کابل ټکی کام ــ ۷ سرطان ۱۳۹۴  د مبصر په قلم ددریو میاشتو راپدېخوا په افغانستان کې د پخوا په څېر د ګرمۍ په را رسېدو طالب وسلوالو ته پر افغان دولتي ځواکونو دبرید ونو زمینه برابره شوې. طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولایاتو کې پر افغان ځواکونو د خپلو وسلو شپېلۍ ورسمې کړې، آن تردې چې په کندز کې يې له دولته درې ولسوالۍ ونیولې او دا مهال د نورستان په وائنټ وایګل کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ جګړه دومره توده ده چې کېدی شي د یادې ولسوالۍ په سقوط سره جګړه د نورستان نورو ولسوالیو ته هم وغزېږي. د همدې تودې جګړې په دوام سره د پاکستان د صدر اعظم سلاکار سرتاج عزیز ویلي چې په راتلونکي نږدې وخت کې به د افغان طالبانو او افغان دولت ترمنځ د خبرو لمړی پړاو شروع شي. سرتاج عزیز په خپله وینا کې د افغان دولت د استازو او طالب مشرانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیلولو نېټه او ځای ندی په ګوته کړی خو دومره یې ویلي چې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو کولو لپاره وخت نږدي کېدونکي دي. که څه هم د طالبانو لخوا د سرتاج عزیز د وینا تردید شوی، خو د تېرو غونډو او خبرو په نظر کې نېولو سره ښائي سرتاج عزیز ته پدې اړه دا معلومات ترلاسه شوي وي چې د دواړو خواوو ترمنځ په کوم هېواد کې دخبرو کولو زمینه برابره او کوم هېواد به دغونډې کوربه توب کوي. د سرتاج عزیز وینا رسنیو پدې دلیل دخپلو خبر پاڼو سرلیک وګرځوله چې دتېرې مۍ دمیاشتې په دویمه د قطر په غونډه کې چې د کاناډایي موسسې لخوا جوړه شوې وه د ايټاليا مشر (فاولو) ویلي و چې دوی به د افغان شخړې د حل لپاره د افغان دولت او طالبانو ترمنځ په راتلونکی کې نورې ورته غونډې هم جوړې کړې. د قطر په غونډه کې د طالبانو د پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانکزي دا منلې وه چې د یادې غونډې په دوام به د افغان مسئلې د حل لپاره د دوی د شرطونو په منلو سره په نورو غونډو کې پر یو لړ مسئلو او د حل په ټکو یې هم خبرې وشي.   که څه هم په افغانستان کې پر دولتي ځواکونو د طالبانو لخوا بریدونو زور اخیستی او لا دا چې هغه بله ورځ یې په پارلمان هم برید کړی چې مطلب یې کېدای شي دا وي چې طالبانو ته د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ افغان حکومت بالکل د منلو وړ نه دی نو ددې سوال راپیدا کېږي چې روانه توده جګړه به سولې ته لاره ورکړي؟

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close