آیا جلال آباد کې د امریکايي ټرانسپورټي الوتکې د رالوېدو خبر رښتیا دی؟ نه.

کابل.کام – د میزان ۱۱مه، ۱۳۹۷:

نن ځینو نړیوالو او کورنیو رسنیو خبر ورکړ چې په جلال آباد کې د امریکايي ځواکونو C-130 ماډل الوتکه رالوېدلې، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر امریکايي پوځیان او قراردادیان وژل شوي دي. خو آیا دا خبر سم دی؟ نه.

رسنیو د دې خبر سرچینه روسۍ رسنۍ، روسیا ټوډې، بللې ده.

د روسیا ټوډې رسنۍ په ویبپاڼه کې ښکاري چې دا خبر درې کاله وړاندې، د ۲۰۱۵ز کال د اکتوبر میاشتې په لومړۍ نېټه، خپور شوی دی. که څه هم دا خبر درې کاله پخوانی دی، خو نن، د ۲۰۱۸ز کال د اکتوبر په ۳مه نېټه، یو ځل بیا د دې رسنۍ د ویبپاڼې په خبري برخه کې راښکاره شوی دی.

په غالب ګومان، ښايي د دې لامل د روسیا ټوډې رسنۍ په ویبپاڼه کې تخنیکي ستونزې وي.

که څه هم پخپله روسیا ټوډې تر دې دمه دا خبر د خپلې خبري برخې له ننني ارشیف څخه نه دی لیرې کړی، خو د یوې بلې روسۍ رسنۍ، سپوټنیک نیوز، ټولو ژبنیو څانګو، چې دا خبر یې نن د روسیا ټوډې په حواله خپور کړی و، دا خبر بېرته حذف کړی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close