آیا د دولت او طالبانو تر مینځ واقعاً سوله راتلای شي؟

قاري سعید « خوستی »

د سولې خبرې به مو په رسنیو کې ډیرې اوریدلي وي ډول ډول تحلیلونه کیږي، خو زه لاندې څو لنډ ټګي ځوابوم.

ـــ افغان دولت د سولې کوم ډول تعبیر او تفسیر کوي او آیا دا ډول سوله شوني ده؟

ـــ نړیوال او په رأس کې یې امریکا څه ډول سوله غواړي او امکان یې څومره ده؟

ـــ کابل میشتي او سیمیز افغان منځګړي سیاستوال څه ډول سوله غواړي او دا ډول سوله شوني ده؟

ـــ طالبان څه ډول سوله غواړي او کوم ډول سوله یې په وس پوره ده او کوم ډول یې په وس نه ده پوره؟

ـــ څه ډول سوله ممکنه ده؟

د لومړي سوال ځواب: افغان دولت چې په نړیواله کچه مفسد، مختلس، متشتت، او په سیاسي، نظامي، اقتصادي، لحاظ ترټولو ټیټ ګراف لرونکی دولت دی، د سولې ډول ډول تعبیر او تفسیر وړاندې کوي، حتی د دولت ځینې ټیکداران اصلاً سوله نه مني، په مجموع کې افغان چارواکي يوه خبره په یوه خوله کوي: که طالب غواړي سوله وکړي نو باید اساسي قانون اومني، وسله دې په ځمکه کیږدي، څومره ازادي چې لویدیځوالو کابل ته راؤړې طالب نه یواځې دا چې ودې مني بلکې باید احترام ورته ولري، د یوه سیاسي خوځښت په بڼه دې راوړاندې شي، انتخابات به وي، لپ جپ به وي او د عدلیې وزارت د ګوندونو او احزابو په لیست کې به یوه بل نوم هم ورزیات شي (د افغانستان د طالبانو اسلامي تحریک) چون دا ډول سوله تسلیمي ده نو پرې بحث کول هم د وخت ضایع کول دي.

د دویم سوال ځواب: امریکا چې حالاً د ټولو اسلام ضد تحرکاتو مشري په غاړه لري په دې هڅه کې ده چې ماډرن اسلام پرمختګ وکړي، طالب راډیکالتوب پریږدي منځلاری شي، لویدیځې ازادۍ اومني او په وړاندې یې خنډ نشي بلمقابل به طالب په واک کې شریک کړل شي او ځینې مادي او سیاسي امتیازات به تر لاسه کړي، چې دا ډول سوله هم ممکنه نه ده په دلایلو یې وروسته غږیږو.

د دریم سوال ځواب: افغان منځګړي چې له جګړې ستړي دي او نور د جګړو پای غواړي چې په هر قیمت وي، په دې نظر دي چې په افغان دولت کې چې خلق، پرچم، حزبی، جمیعتی، جنبشی، شعلیي، شیعه، هندو خپل خپل سهم لري باید طالب ته هم بغیر له قید او شرط خپله سهمیه ورکړل شي او نور دا جنګ بند شي. که له دې سیاستوالووپوښتل شي چې نو طالب خو ښځه د باندې نه پریږدي او…..او….. نو د دوی لنډ ځواب دادی چې دا نور په زرګونه بړیڅیان چې دلته راغلل او په واک او ځواک کې سهم ورکړل شو، چا ترې د منشور او نظریې پوښتنه وکړه؟ بس طالب دې راشي وسله دې هم لري ځواک دې هم لري خو په دولت دې کار نلري او په واک کې دې شریک کړل شي 

د څلورم سوال ځواب: پورته چې د سولې کوم ډولونه یاد شول د طالبانو یو هم په وس نه دی پوره افغان حکومت چې کوم ډول سوله غواړي هغه خو اصلاً سوله نه ده تسلیمي ده بحث کول پرې په کار ندي خو امریکایي سوله د افغان منځګړو سوله ولې د طالب په وس کې نه ده؟

 طالبان یو ایډیلوژیک خوځښت دی، دوی یوې عقیدې سره تړلي دي، دوی د اعلی قوماندانی اطاعت له دې امله نه کوي چې د هغوی له خوا ورته ډالري تنخواه ورکول کیږي بلکې له هلمند او قندهار څخه چې په بدخشان کې یو مجاهد د خپل امیر قومنده مني او په یوه اشاره یې سر صدقه کوي، واضحه خبره ده چې دلته یو عقیدوي تړاؤ شتون لري، طالب چې دا پنځلس کاله قرباني ورکړه په وړاندې یو هدف لري له اولې ورځې تر اوسه ایکې یو دریځ دی نه بدلیږي او که فرض محال ځینې کسان اوغواړي دا دریځ بدل کړي او تنازل وکړي نو هغه کسان به په میدان یواځې پاتې کیږي او چونکه واک بیا هم د سنګر د طالب په لاس کې ده نو سوله به هیڅ کومه ملموسه نتیجه ونه لري.

هوکې دا پرځای خبره ده چې د قطر دفتر د سولې د خبرو په اړه خپلواک دی خو دا په دې معنی نه چې دوی له شرعي چوکاټه وتلي سوله کولی شي، هیڅ کله نه که خدای مه کړه د قطر دفتر په یوه غیرشرعي سوله توافق کوي نو هغه سوله د دوی تر دفتر محدودیږي او هغه طالب چې له قطره د هندوکش په غرونو کې د ده امر ته لبیک وایې هغه یې نه ورسره مني، د امارت استازي په هر کنفرانس کې همدا یوه خبره کوي چې د دوی یواځینی شرط د اشغال خاتمه او د اسلامي نظام اقامه ده.

هغوی چې وایې ستونزه د افغانانو تر مینځ ده او د سولې لارې دا ستونزه حل کیداي شي، حقیقت یې نه دی درک کړی. دلته اصلاً د دؤو تمدنونو ترمینځ جنګ روان دی چې په هیڅ صورت یې سوله ممکنه نه ده، دا په دې معنی نه ده چې زه د سولې مخالف یم نه بلکې واقعیتونه باید روښانه کړل شي ځکه طالب اسلامي نظام غواړي اسلامي نظام په حجاب، حسبه، ولاء، براء ولاړ سیستم دی چې لویدیځوال تر ممکنه حده داسې یو سیستم نه شی زغملی.

اسلام دوه ډوله تفسیر لري چې یو یې د لویدیځ تفسیر بل د اسلام حقیقي تفسیر دی چې نه طالب د لویدیځ تفسیر منلو ته تیار دی او نه لویدیځ د حقیقي اسلام زغملو ته تیار دی. 

طالب مشران یا د دې جهاد روحانیین طالب جنګیالیو ته په دې قناعت ورکولی شي چې په یوه اسلامي نظام کې باید ټولو افغانانو ته سهم ورکړل شي، علم المنفعة پروژې دې وساتل شي، د افغانانو لپاره دې عامه بښنه اعلان شي، د ښځو چوکاټ دې شرعي کړل شي او خپلو زده کړو ته دې دوام ورکړي، د بیان ازادي دې په شرعي حدودو کې دوام پیدا کړي، اما د هیواد د زمامدار په لویدیځ ډوله انتخاب،په مسته ډیموکراسۍ، د ښځو په امریکايي ازادۍ، د بیان په بې سرحده ازادۍ به طالب جنګیالي قانع نه کړل شي.

طالب د اسلامي نظام او اشغال له خاتمې پرته سوله نشې کولی او که فرض محال داسې یو څوګ پیدا شي چې دا ډول سولې ته غاړه ږدي نو هغه په میدان یواځې پاته کیږي او جنګ به بیا هم دوام پیدا کوي.

بالمقابل افغان دولت او امریکایان په خوښه تیار نه دي چې له ډیموکراسی دې تنازل وکړي او یا دې د قدرت د انتقال لپاره له لویدیځ ډوله انتخاباتو پرته په بله لار قناعت وکړي او یا دې د ښځو لپاره د حجاب حکم اومني او یا دې په کابل کې د روانې عیاشۍ، اختلاط په وړاندې خڼډ وزغمي.

خو د ستونزې حل څه دی او څه ډول سوله ممکنه ده؟

افغانان باید د دؤو لارو تر مینځ یوه غوره کړي چې دریمه یې نشته.

ــ یا به جنګ غوره کوي، دلویدیځ د پرمختګ او عیاشۍ سره یوځای، ډالر به راځي هغه به هم په جنګ مصرفیږي او د داړه مارانو جیبونو ته به لویږي، چې ډیر کم مقدار به یې د ولس د ښیګڼې لپاره په کار اچول کیږي.

ــ یا به سوله غوره کوي امن به راځي جنګ به پاي ته رسیږي خو د لویدیځ پرمختګ ته به لږت ورکوي ډالر به بندیږي.

د یوې واقعي اسلامي سولې په هیله

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close