آیا د نصاراوو د امکاناتو، معاش او قوماندې اخیستونکی شهید وي؟

آصف الله آصفی

د افغانانو د نوي نسل یوه برخه چې د خپل دین، عنعناتو او دودونو نه په لرې فاصله کې د دموکراسۍ په توره وریځ کې راستر شو، څه نا اشنا څرګندونې  کوي، او په هره قضیه کې داسې یو څه وایي چې خلک هک حیران کړي.

د هیواد په هره قضیه او پیښه کې د ړندو په څیر موقف ګیري کوي، سطحي قضاوت کوي، نه د موضوع عمق ته ننوځي او نه د خپل دین او عنعناتو په رڼا کې قضاوت او فیصله کوي، بس چې امریکایان څه وایی هغه ورته د قرآن د ټکو په څیر سل په سلو کی سم ښکاري او په دوهم قدم کې چې څه یې په خپل خالي دماغ کې ورځي پرته له سانسوره یې له خولي راباسي.

که طالب پر امریکایانو ګوزار کوي نو وایی چې هغوی خو زمونږ د هیواد او حکومت جوړونې ته راغلي، او که پر هر هغه چا ګوزار وکړی چی د امریکایانو نه دفاع کوي نو بیا وایی چې ولي پر امریکایانو ګوزار نه کوي؟

که د امریکا کوم پښتون لاسپوڅي او ګوډاګي د طالب په ګوزار کې ومري نو بیا  وایی چې دا د پښتنو پر ضد دسیسه ده، او که پر تاجک یا د بلې ژبي پر لاسپوڅي ګوزار وکړی نو بیا وایی چې د سر خلک راته نه پریږدي.

خو که پښتانه بیا د امریکایانو او د هغوی د لاسپوڅو پر بیرحمانه چاپو او بمباریو کې د ښځو او ماشومانو سره یو ځای ومري نو بیا داسی وي که بیخي چی خبر نه وي، هغه بیا ورته پښتانه څه چې بشر هم نه ښکاري.

که یو کمونست یا بل د یهودو او نصاراو په قومانده کې یو کس د طالب په لاس ووژل شي هغه ته شهید وایی، او که یو مسلمان د امریکایی په لاس ومري هغه ته شهید څه چې مړ هم نه وایی بلکې په نورو بدو نومونو یې یادوي.

که د دغه نسل هر وګړي هر ډول څرګندونې کوي ودی یی کړي، ځکه چې میدان خالي دی، خو په دې پوه شي چې  الله تعالی د داسی انسانانو په هکله فرمایلي دی چی: (ما یلفظ من قول الا لدیه رقیب عتید) یعنی هیڅ یو لفظ یې له خولې نه ووځي بلکې له ده سره هغه ملایکه موجوده ده چې د ده له خولي وتونکي خبري ثبت  کوي.  بله دا چې که چیرته د دغسي انسانانو موخه دا وی چی خلک تیرباسی نو په دی پوه شي چې له ځان پرته بل هیڅوک هم نشي تیرویستلی، الله تعالی بیا هم د دا ډول خلکو په اړه فرمایی چی: یخادعون الله و الذین آمنوا و ما یخدعون الا انفسهم و ما یشعرون(). یعنی دوی هڅه کوي څو الله  او مسلمانان تیرباسي، خو دوی نه پوهیږي دوی په دی کار سره یواځي خپل ځانونه تیرباسی.

دوستم له خپل کم عقلتوب نه امریکایانو ته شهیدان وایی، کمونستان چې ملحدین او دهریان او له خدای، رسول او دین نه منکره طبقه ده، نجیب او خپلو نورو ملګرو ته شهیدان وایی، او اوسنی د نصاراو لاسپوڅي حکومت د یهودو او نصاراو سره په یوه صف کی وژل کیدونکو ته شهیدان وایی، او د اوسني ځېنی له خپل دین او عنعناتو نه لري ستر شوي ځوانان هم بیا همدغه راز په پټو سترګو د همدغو خلکو ړوند تقلید کوی او کمونست جبار قهرمان ته شهید وایی، نجیب ته شهید وایی، رازق خان ته شهید وایی.

خو له دی غافل دی چی له مرګ وروسته به د دې ببولالو پوښتنه ورڅخه کیږي.

که څوک لږ عقل هم ولري باید فکر وکړي چي آیا جبار قهرمان او رازق خان د امریکا د نصاراو په امکاناتو، معاش او قومانده کې نه  وو؟ که وو نو په کوم دلیل ورته شهید ویل کیدای شي؟؟؟؟

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close