آیا راتلونکې کې به روبوټونه د انسان ذهن ولوستلای شي؟

د ټکنالوژۍ ورځ په ورځ پرمختګونو ته په کتلو سره، لیرې نه بريښي چې یوه ورځ به روبوټونه د انسانانو د ذهن په لوستلو وتوانېږي. اوس مهال هم زیات ساینسپوهان باور دي چې ډېر ژر به داسې وخت راشي چې روبوټونه به د انسان ذهن لولي.

د MIT پوهنتون پلټونکو یوه داسې لاره موندلې چې په وسیله یې انسان کولای شي یوازې د خپل لاس له حرکاتو او ذهني څپو په ګټه اخیستلو له روبوټانو سره اړیکه ټینګه کړي او د خپلې خوښي کار ترې واخلي.

د دې څېړونکو ټیم د بکسټر په نوم له یوه روبوټه ګټه اخلي. بکسټر توانېدلی چې له ۷۰٪ بیا تر ۹۷٪ ترسره شویو ازموینو کې خپل هدف په کامیابه توګه وټاکي او شوول شوې چاره ترسره کړي.

د MIT پوهنتون څېړونکي په دې باور دي چې دا سیسټم به یوه ورځ یوه فوق العاده پړاو ته ورسېږي. دوی د خپل سیسټم په اړه وايي چې نور به د روبوټونو د کنټرولولو لپاره پېچلو لارو چارو ته اړتیا نه وي.

د پلټونکو په وینا، روبوټونه به وتوانېږي چې په اسانۍ سره د مغز سیګنالونه پیدا کړي او پر بنسټ یې ورښوول شوې چاره یا ځانګړی حرکت ترسره کړي. البته، له دې ټکنالوجۍ د ګټې اخیستلو لپاره باید کاروونکي ځانګړي آلات پر تن کړي.

د څېړونکو په خبره، دا سیسټم به په راتلونکې کې د بېلابېلو صنفونو د خلکو ګټه اخیستنې ته وړاندې شي، په ځانګړي ډول له هغو کسانو سره به زیاته مرسته وکړي چې عمر یې زیات وي، معیوب وي او یا هم خوځېدلای نه شي.

دې پرمختګ ته په کتلو سره، ډېر ژر به د روبوټونو کاروونکي وکولای شي چې د خپلو ذهني دستورونو په وسیله روبوټونه کنټرول کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close