آیا رښتیا هم افغانستان او پاکستان یو پر بل بې باوره دي؟

تبصره : ع. اسدخیل

په پاکستان کې د افغانستان نوي سفیر ښاغلي عمر زاخیلوال تیره ورځ یوې غونډې ته د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې افغانستان او پاکستان یو پر بل بې باوره دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او پاکستان یو بل ته لازم او ملزوم هېوادونه دي، نو ځکه باید عمر زاخېلوال د دا ډول وینا پر ځای ویلي وای چې د افغانستان او پاکستان اوسني حکومتونه یو پر بل بې باوره دي نه افغانستان او پاکستان، ځکه چی سلیم عقل دا نشي منلی چې د افغانستان او پاکستان ملت دې یو پر بل بې باوره شي، او دا ځکه چې افغانستان او پاکستان د یوې سرچېنې نه خړوبه کېږي چې هغه د اسلام سپیڅلی دین دی، او کله چې یې دغه سرچینه یوه ده نو ځکه دواړه د دغې سرچېنې هدایاتو او لارښوونو ته ژمن دي او هغه دا چې (انما المؤمنون اخوة) ټول مسلمانان سره وروڼه دي، او بله دا چې افغانستان او پاکستان ګاونډي هېوادونه دي او د ګاونډیانو باره کې خو رسول الله صلی الله علیه و سلم نږدی څوارلس سوه کاله مخکې فرمایلي دي چې: (مازال جبريلُ يُوصيني بالجارِ حتى ظننتُ أنه سيُورثه) یعنی جبریل علیه السلام به تل ماته راتلو او د ګاونډي باره کې به یې راته نصحیت کولو تر دې چې ما ګمان وکړ چې کیدای شي ګاونډیان یو د بل په میراث کې هم حقدار شي.

نو دا چې د افغانستان او پاکستان د ملت خدای یو، پېغمبر یې یو، کتاب یې یو، قبله یې یوه، عقیده یې یوه، دین یې یو، کلمه یې یوه، نو بیا د یو او بل بې باوري  پر څه؟

بې باوري باید له هندوستان سره  وجود ولري ځکه چې د هغوی خدای او قبله غواګانې دي او زمونږ خدای یو الله او قبله مو کعبه، بې اعتمادي باید د امریکا سره پیدا شي چې هغوی عیسی علیه السلام ته په خدايۍ قایل دي او مونږ ورته په پیغمبرۍ نه په خدایۍ، بې باوري باید د روسیې سره پیدا شي ځکه چې هغوي دین ته د ملتونو د آفیون وایی او مونږ ورته د الله تعالی هدایات او احکام، بې باوري باید له چین سره پیدا شي چې هغوی دین په رسمیت نه پیژني او خدای او پېغمبران او اسماني کتابونه درواغ ګڼي او د مخلوق خلقت یوه طبېعي پېښه ګڼي او مونږ  دا ټول حق ګڼو او د مخلوق خالق الله تعالی ګڼو، بې باوري باید له بوذایانو سره پیدا شي چې هغوی مسلمانان ژوندي په اور کې سوزوي، بې باوري باېد له ېهودو سره پېدا شي چې د مسلمانانو لومړۍ قبلې بېت المقدس او مسجد الاقصی باندې یې خېټه اچولې ده او بې ګناه مظلوم فلسطیني مسلمانان وژني.

د مسلمانانو تر منځ د ټینګو اړېکو د باوري فضا د وجود باره کې خو رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلي دي چې: مثل المؤمنین فی توادهم و تراحمهم و تعاطفهم کمثل الجسد الواحد اذا اشتکی منه عضو تداعی له سائر الجسد باالحمی و السهر. یعنې د مسلمانانو مثال د دوی یو له بله سره په مینه او محبت کولو کې او یو پر باندې په رحم کولو کې او یو پر بل باندی په شفقت کولو کې داسې دی لکه یو بدن، چې کله د بدن یو غړی په درد شي نو ټول بدن ورسره په تبې نیولو او بې خوبۍ کولو سره نا آرامه وي.

نو د اسلامی هېوادونو تر منځ د بې باورۍ ذهنیت اصلا د بهرنیو قسم خوړلو دښمنان لخوا خپل مسلمان نما غلامانو ته د هغوی په پوچو مغزو کې اچول کېږي چې بیا د هغوی له خولو نه په یوه او بل ځای کې پرته له عمیق فکر ووځي چې د غندنې وړ دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close