آیا ټرمپ امریکا له افغانستانه ایستلای شي؟

د امریکايي پوځ یو پخوانی افسر وايي چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې، او که له طالبانو سره د امریکا مذاکرات له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته لار برابروي، نو باید له طالبانو سره خبرې پیل شي.

ښاغلي ګیل بارنډالر په خپله لیکنه کې، چې د امریکا په مشهوره رسنۍ نېشنل انټرسټ کې خپره شوې، ویلي، د ۲۰۱۶ز کال په پرتله امریکايي ځواکونو په شمېر کې له ۲۵٪ زیاتوالي او له بېساري بمبارۍ سره سره، بیا هم طالبان د جګړې په ډګر کې مات شوي نه دي او جګړه بیا هم د بنبست په حالت کې ده.

ګیل بارنډالر، چې افغانستان ته په جنګي ماموریت هم راغلی دی، د ټرمپ د سټراټيژۍ ناکامۍ ته په اشاره کولو سره زیاتوي چې په افغانستان کې د اپیمو کښت په ۲۰۱۷ز کال کې ریکارډ جوړ کړ. کابل د طالبانو تر بریدونو لاندې دی. افغان ځواکونه له هوايي ډګره بیا د امریکا تر سفارت پورې د دوه میله سړک امنیت نه شي ساتلای. د افغان ځواکونو روزنه ورو روانه ده، او که څه هم امریکا له نفوذي بریدونو د خپلو سرتېرو د ساتلو لپاره جلا ځواک جوړ کړی، خو بیا هم یو امریکایی عسکر په نفوذي برید کې ووژل شو.

”د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې (سیګار) په دې وروستیو کې ویلي چې د افغانستان د ولسوالیو ۴۳٪ خاوره د طالبانو تر کنټرول لاندې ده او یا پکې پراخ شتون لري. د ۲۰۱۶ز کال په نومبر میاشت کې هم داسې و او تر دې دمه دا شمېر نه دی بدل شوی. دا اروزنه لا یو څه پر خوشباورۍ بنا ده: لانګ وار ژورنال وايي چې د افغانستان د ولسوالیو په ۴۹٪ خاوره کې جګړه روانه ده او ۹،۵٪ د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.“

نوموړي وايي په دې وروستیو کې ټرمپ خپلو ډيپلوماټانو ته له طالبانو سره د مخامخ خبرو پیلولو امر کړی دی. ”ټرمپ له افغانستانه د وتلو لار ګوري. طالبان له ماتېدو زیات لیرې دي، خو مذاکرات به په یوه بې ربطه هېواد کې له یوې سختې جګړې څخه امریکا ته د وتلو لار ورکړي.“

دا پخوانی امریکایی افسر وايي چې اوس مهال ”بریا اعلان کړئ او کور ته ستانه شئ“ هغه فارموله ده چې باید موږ یې خپله موخه وګرځوو.

ګیل بارنډالر زیاتوي، ”لکه څنګه چې ځینو خلکو ویلي، موږ باید له افغانستانه په ۲۰۱۱ز کال کې د اسامه بن لادن تر مرګ وروسته وتلي وو. تر دې وروسته چې کوم سرونه او پیسې مصرف شوې، هیڅ ګټه یې نه ده کړې.“

بارنډالر وايي، ”که مذاکرات دایمي اوربند او د امریکا وتلو ته لار هواروي، ولسمشر ټرمپ باید له دې موقعې ګټه واخلي او پاتې ۱۴ زره امریکایان خپلو کورونو ته راستانه کړي.“

”که په افغانستان کې یو ځل بیا د دښمنو روحانیینو حکومت راشي، موږ دا توان لرو چې بېرته ورته راوګرځېږو او سزا ورکړو او یا لکه څنګه چې مو په ۲۰۰۲ز کال کې رژیم رانسکور کړ بل هم رانسکورولای شو.“

نوموړی د خپلې لیکنې په پای کې وايي چې امریکا د افغانستان په جګړه کې د اول او دویم نړیوال جنګ او د ویتنام د جنګ تر مجموعي وخت زیات وخت تېر کړی دی.

نوموړی په اخیر کې وايي، ”که ټرمپ له طالبانو سره د مذاکراتو په وسیله له افغانستانه خپل پوځونه راایستلای شئ، که څه هم لږ عزت یې پکې وي، باید له طالبانو سره خبرې وکړي.“

ګیل بارنډالر اوس مهال د امریکا په Center for the National Interest فکري مرکز کې د منځني ختیځ د مطالعاتو برخې مشر دی. نوموړی له ۲۰۰۲ز بیا تر ۲۰۱۶ز کال پورې د امریکا د سمندري ځواکونو، مرین، یوه پیاده افسر و، او د افغانستان په ګډون ګرجستان، ګوانتانامو بې او فارس خلیج ته په ماموریت تللی دی.

ـــــــ

 

سرچینه
د نېشنل انټرسټ

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close